لاس رسیدونکی لینک

ترهگرۍ خلاف د پاکستان او سعودي عرب مشترکه فوځي مشقونه


څيړنکار سعد محمد زياته کړه چې ترهه گرو ډلو ته مالي کُومک هُم دَ سعودي او يا نور عرب هيوادونوڅخه راځي او بيا د ترهه گرو ډلو ځيني مشرانو سره هُم دَ دغه عرب هيوادونو اړيکې نه دي ساتل پکار ۔ده زياته کړه پکار دَ دغه ډلو پرضد استخباراتي معلومات دَ يو بل سره شريک کړل شي او يو هيواد هُم ترهه غرو پالنه او نه کړي

دَ سعودي عربستان دَ ۵۷ فوځي قواو يوه ډله چې دَ پاکستان پنجاب صوبې کهاريا ته رسيدلي او تر ۱۲ ورځو به دغلته دَ ترهگرۍ دَ مخ نيوي دپاره دَ پاکستاني فوځ سره ګډ تمرينات تر سره کوي.

دَ عسکري او دِفاعي چارو څيړنکاران وائي دغه تمرينات يا مشقونه په يو داسې وخت کې تر سره کيګي چه په سيمه کې دَ هيوادونو تر منځه اړيکو کې هم بدلون ليدل کيږي او په داسې کې دغه ډول تمرينات دَ پاکستان او سعودي عربستان دَ اړيکو دپاره هم مُهم گنل شي۔

سعودي عرب چې دَ پاکستان نزدې او خوږ ملگری هيواد دی او دَ پاکستان يوه فوځي ډله د وړاندې په سعودي عرب کې موجود ده او دَ دِفاعي کُومک تر سنگ دغلته دَ سعودي فوځ ته دَ تربيه ورکولو دنده تر سره کوي.

خو دَ عسکري چارو څيړنکار بريگډيئر(ريټائرډ) سعد محمد په وينا دَ دغه تمريناتويواځې دَ دواړه هيوادونو دَاړيکو دپاره گټه په خپل ځائې خو پکار ده دَ دغه علامتي مشقونو نه په وړاندې هُم داسې گامونه او کُومک تر سره شي چې دَ ترهگرو ډلو لار اونيول شي دی وايي ترهگرې ډلې دَ افغانستان، ايران، پاکستان ،تُرکيئ په شمول دَ غُونډې سيمې دپاره دا وخت يو لوې خطر جوړ شوی او دَ دغه خطر مخ نيوے يوازې په علامتي مشقونو نشي کيدلې.

څيړنکار سعد محمد زياته کړه چې ترهه گرو ډلو ته مالي کُومک هُم دَ سعودي او يا نور عرب هيوادونوڅخه راځي او بيا د ترهه گرو ډلو ځيني مشرانو سره هُم دَ دغه عرب هيوادونو اړيکې نه دي ساتل پکار ۔ده زياته کړه پکار دَ دغه ډلو پرضد استخباراتي معلومات دَ يو بل سره شريک کړل شي او يو هيواد هُم ترهه غرو پالنه او نه کړي ۔

په سعودي عربستان دا هُم تور لگول کيږي چې دغه هيواد په پاکستان او افغانستان کې دَ ترهه گرو ډلو سره مالي کوُمک کوي ۔ خپله سعودي عرب دغه تورونه ردوي.

شميم شاهد چې نوميالی خبريال او څيړنکار دې دَ سعودي عرب او پاکستان فوځي تمرينات هيڅ کله هُم دَ ترهه ګرۍ مخ نيوي دپاره گټه ور نه گني. وايي سعودي عرب دَ ترهه گرو ډلو پر ضد چرته هُم ريښتينې رول نه دی لوبه ولی.

XS
SM
MD
LG