لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان منا کې د ١٩ شهریانو په حق د رسیدو تصدیق کړی دی


په انټرنیټ خپل پیغام کې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنائي وویل سعوديان دې ذمه واري قبوله کړي او ټولو مسلمانانو او په حق د رسیدلې خلکو خپلو خپلوانو نه دې بخښنه وغواړي
په انټرنیټ خپل پیغام کې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنائي وویل سعوديان دې ذمه واري قبوله کړي او ټولو مسلمانانو او په حق د رسیدلې خلکو خپلو خپلوانو نه دې بخښنه وغواړي

پاکستان ویلي د حج په موقع منا کې په گڼه گوڼه کې د گډوډۍ له امله ١٩ پاکستانیان په حق رسیدلې دي.

د مذهبي چارو وزارت ددې نه وړاندې په حادثه کې د ١٨ کسانو د مرگ تصیدیق کړی وو. وزارت ویلي ٢٠ نور پاکستانیان زخمیان شوې دي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ مکې سره نزدې منا کې د حج د شیطان ویشتلو د مراسمو په مهال په گڼه گوڼه کې د اړي گړي له امله د ٧٠٠ نه زیات خلک مړه شوې دي.

د پاکستان خارجه وزارت د برطانيي گارډین ورځپاڼې دا رپورټ رد کړی دی چې حادثه کې ٢٣٦ پاکستانیان مړه شوې دي.

په عین حال کې ایران ویلي منا کې د سلگونو خلکو په مرگ دې سعودي عرب عامه معافي وغواړي.

په انټرنیټ خپل پیغام کې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنائي وویل سعوديان دې ذمه واري قبوله کړي او ټولو مسلمانانو او په حق د رسیدلې خلکو خپلو خپلوانو نه دې بخښنه وغواړي.

په تیرو ٢٥ کلونو کې د منا پیښه تر ټولو سنگینه حادثه وه.

د پاکستان حکومت سعودي عرب کې د بې درکه پاکستانیانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو دپاره دا د ټیلې فون شمیرې شائع کړې دی:

0800-11 666 22, landline number in Pakistan for callers from Saudi Arabia +92-42-35880054.
+966-12-5277537 direct from Mina.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG