لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روسي پوځ لوړ رتبه چارواکو په وړمبي وار د شمالي وزیرستان دوره کړې


د ضرب عضب په نوم عملیاتو په مهال د پاکستانی عسکرو په شمالي وزیرستان کې یو تصویر
د ضرب عضب په نوم عملیاتو په مهال د پاکستانی عسکرو په شمالي وزیرستان کې یو تصویر

د روسي پوځ د لوړ رتبه چارواکو یوې ډلې د شمالي وزیرستان دوره کړې ده او د پاکستان پوځ ویلي روسي مامورینو په قبایلي سیمو کې ترهگرو خلاف د پاکستاني پوځ د عملیاتو په اړه معلومات ورکړی شول.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانگې ايي ایس پي ار ویلي روسي پوځي مامورین د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خپلو پاکستاني پوځي هم منصبانو په بدرگه کې میران شان ته لاړل.

روسي افسرانو ته په فاټا کې د "هر رنگ" ترهگرو خلاف د پاکستاني پوځ د کوښښونو، افغانستان سره د پولې د انتظام په لړ کې د پاکستان د اقداماتو او په سیمه کې د ثبات دپاره د روانو سماجي او اقتصادي منصوبو په اړه حال ورکړی شو، اي ایس پي ار وویل.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي دا وړمبی ځل دی چې اعلا روسي پوځي مامورینو د شمالي وزیرستان دوره وکړه.

شمالي وزیرستان په یوخت کې د مختلفو ډلو سره تعلق لرونکو وسله والو مرکز و چې پکې د روس د چیچنیا او داعستان سیمو وسله وال هم شامل وو.

په نژدې وختونو کې پاکستان او روس ترمنځ همکاري زیاته شوي ده او روس په سیمه کې خپل نفوذ د زیاتولو کوښښ کوي.

روسي مامورینو د شمالي وزیرستان دوره په داسې وخت کړې ده چې په راتلونکي میاشت کې د روس په انتظام په ماسکو کې په افغانستان کې د امن په موضوع د گڼ شمیر سیمه ایزو هیواودونو چې پکې د افغانستان گاونډیان هم شامل دي غونډه کیدونکې ده.

د اپریل په ١۴ مه نیټه کیدونکي غونډه کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، ایران، چین، خپله د روس او د مرکزي ایشیا د ځینې هیوادونو استازي شرکت کونکې دي. امریکې په دغه غونډه کې د گډون نه انکار کړی دی. امریکايي مامورین وايي طالبانو سره د روس روابط په افغانستان کې ترلاسه شوي کامیابۍ کمزوري کوي.

افغان او امریکايي مامورین وايي روس د طالبانو کومک کوي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د افغانستان د شمالي کندوز ولایت والي، گورنر، ویلي د داعش خلاف جگړې دپاره طالبان روس نه د کومک ته ستگې په لاره دي.

ځینې ماهرین وايي روس طالبانو سره ځکه هم روابط ساتل غواړي او یا ورته کومک ورکول غواړي چې طالبان به داعش خپل اثر د افغانستان نه د روس او یا د مرکزي ایشیا خاورې ته د خوریدو مخه ونیسي.

پاکستان هم د طالبانو ملاتړ کوي. که څه هم پاکستاني مامورین د هیواد په خاوره د طالب مشرانو د موجودگۍ خبرونه ردوي خو افغان او امریکايي چارواکي وايي طالبان په پاکستان کې د خپلو مرکزونو نه په افغانستان کې د حملو تابیه او تیاری کوي.

شمالي وزیرستان هم د طالبانو، د حقاني ډلې، القاعده او د ځیني نورو وسله والو ډلو مرکز و خو وس پاکستاني مامورین وايي سیمه يي د وسله والو څخه پاکه کړې ده.

ايي ایس پي ار وايي د شمالي وزیرستان دوره کونکو روسي پوځي مامورینو وسله والو خلاف د پاکستاني امنیتي ځواکونو د کوښښونو ستاینه وکړه.

د روس او پاکستان مخ په زیاتي پوځي تعلقاتو یو مثال په کال ٢٠١٦ کې د دواړو هیوادونو مشترکه پوځي مشقونه هم دی. دا وړمبی ځل وو چې دد روس او پاکستان شا او خو ٢٠٠ عسکرو په شریکه مشقونه وکړل.

ډان ورځپاڼه وايي د فیبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سمندري پوځ په مشقونو کې هم د روس یو لوې ابدوز برخه اخیستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG