لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو درې مهم مشران خوشي کړي


پاکستاني چارواکي وئيلي ، د زيارت په ورځ يې د افغاني طالبانو پخواني مشران د افغانستان د امنيتي شورا په غوښتنه خوشي کړي دي .
پاکستاني چارواکي وئيلي ، د زيارت په ورځ يې د افغاني طالبانو پخواني مشران د افغانستان د امنيتي شورا په غوښتنه خوشي کړي دي .
پاکستان د افغانستان د طالبانو درې مهم مشران د زندانونو څخه خوشي کړي دي . په خوشي کړل شوؤ کې د افغانستان د طالبانو مشر ملا عمر صلاح کار ملا عبدالاحد جهانگيروال ، د طالبانو په وخت کې د هلمند پخوانی گورنرملا عبدالمنان او د طالبانود وخت پوځي کمانډر ملا يونس شامل دي .
د پاکستان د خارجه وزارت يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په سر د زيارت په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې پخلی کړی دی . چې پاکستان د افغان طالبانو درې مهم مشران د زندانونو خوشي کړي دي . او په سخته سيکيورټۍ کې کابل ته رسول شوي دي .
پاکستاني چارواکي زياته کړې ده ، د زيارت په ورځ يې د افغاني طالبانو پخواني مشران د افغانستان د امنيتي شورا په غوښتنه خوشي کړي دي .
د افغانستان د امنيتي شورا ډله د صلاح الدين رباني په مشرۍ کې د تېر زيارت په ورځ پاکستان ته راغلې وه . او د وزيراعظم نوازشريف سره يې افغانستان کې د امنيت د ټينگښت او مختلفو امورو په اړه خبرې اترې شوې وې .
تېره مياشت د افغانستان صدر حامد کرزي د دفتر لخوا په جاري کړل شوي بيان کې وئيل شوي وو . د افغان امنيتې شورا پلاوې به پاکستان ته سفر کوي . او د افغاني طالبانو د پخواني دوهم مشر ملا عبدالغني برادر سره به ويني .
خو د افغانستان د امنيتي شورا د ډلې ملابرادر سره د ليدو په اړه کوم خاص خبرونه مخې ته نه دي راغلي .
پاکستان د روان کال د ستمبر په مياشت کې د ملاعبدالغني برادر د خوشي کولو وئيلي وو . خو افغان طالبان تورلگوي چې ملابرادر تراوسه په پاکستان کې بندي او د پاکستاني پوځ په حصار کې دی .
راپورونو ترمخه پاکستان تراوسه پورې د ۵۰ نه زيات افغاني طالبان د زندانونو څخه خوشي کړي دي .
د افغانستان صدر حامد کرزي د روان کال د اگست په مياشت کې د پاکستان دوره کړی وه . او وزيراعظم نوازشريف سره يې ليدلي وو .
په دغه مهال حامد کرزي وئيلي وو ، پاکستان کې بندي هغه افغانان او په ځانگړې توگه افغان طالبان چې کوم جرم يې نه وي کړی ، او د هغوي په خوشي کېدو سره افغانستان کې د امن عمل ته گټه رسي . مونږ د هغوۍ خوشي کېدل غواړو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG