لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټې د پیښې مړي احتجاجاً نه دي ښخ کړی شوې


"مونږ په خپلو غوښتنو کلک ولاړ یو چې ښار دې پوځ ته ووسپارلی شي او ترهگرو او د هغوي پلویانو خلاف دي هدفي عملیات ترسره کړی شي. مونږ به د خپلو غوښتنو د منل کیدو پورې مړي نه ښخوو،" دا خبره د مختلفو شیعه تنظیمونو ترجمان سید محمد حادي کوټه کې د خپل احتجاج په باره کې مطبوعاتو ته کړې ده
"مونږ په خپلو غوښتنو کلک ولاړ یو چې ښار دې پوځ ته ووسپارلی شي او ترهگرو او د هغوي پلویانو خلاف دي هدفي عملیات ترسره کړی شي. مونږ به د خپلو غوښتنو د منل کیدو پورې مړي نه ښخوو،" دا خبره د مختلفو شیعه تنظیمونو ترجمان سید محمد حادي کوټه کې د خپل احتجاج په باره کې مطبوعاتو ته کړې ده
د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د هزاره ټولنې د اکثریتي ابادۍ برخه کې په بم چاؤدنه کې د وژل شوؤ کسانو مړي احتجاجاً لا نه دي ښخ کړی شوی او د مړؤ کسانو خپلوان وايي ښار دې پوځ ته ووسپارلی شي.
"مونږ په خپلو غوښتنو کلک ولاړ یو چې ښار دې پوځ ته ووسپارلی شي او ترهگرو او د هغوي پلویانو خلاف دي هدفي عملیات ترسره کړی شي. مونږ به د خپلو غوښتنو د منل کیدو پورې مړي نه ښخوو،" دا خبره د مختلفو شیعه تنظیمونو ترجمان سید محمد حادي کوټه کې د خپل احتجاج په باره کې مطبوعاتو ته کړې ده.
کوټه کې د خالي په ورځ بم چاؤدنه کې ٨٧ کسان وژل شوې او د ٢٠٠ ؤ پورې نور زخمیان شوې دي. مړؤ کې زیاتره هزاره قبیلې د شیعه مسلک خلک دي چې پکې زنانه او ماشومان هم شامل دي.
حمله کې د وژل شوؤ کسانو مړي د کوټې په مختلفو امام باړو کې ایښودلی شوې دي.
د بم چاؤدنې ذمه واري لشکر جهنگوي اختسې ده. لشکر جهنگوي تیره میاشت هم کوټه بم چاؤدنه ذمه واري قبوله کړې وه چې پکې تر ١٠٠ پورې کسان وژل شوې وو. د چارواکو د وینا ترمخه ددغه حملې هدف هم هزاره وو.
د کوټې د پولیسو مشر وزیر خان ناصر ویلي ورستۍ پیښه د وژل شوؤ کسانو خپلوانو سره به مزاکرات کوي چې مړي ښخولو د پاره يي راضي کړي.
بل خوا د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون کوټه کې د تشدد د پیښې غندنه کړې ده او په پاکستاني چارواکو يي غږ کړی چې د حملې پشا ممکنه خلکو خلاف دې په بیړنۍ توگه گامونه پورته کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG