لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مزدورانو نړي واله ورځ، د پاکستان خواري کښ وايي د کار د سختو حالاتو سره مخامخ دي


د مۍ د میاشت د وړمبۍ نیټې یا د مزدورانو د نړي والې ورځ په مناسبت د نورو هیوادونو په رنگ په پاکستان کې هم خصوصي دستورې وشوې او مزدورانو یا د کارمندانو د خدماتو ستاینه وشوه او په پیښور او کوټه کې د مزدورانو د ورځ په مناسبت وینا کې خواري کښو د خپلو مشکلاتو او د حکومتي مامورینو د بې حسۍ فریاد وکړو.

په کوټه کې د پاکستان ورکرز فیډریشن جنرل سیکریټري رمضان اڅکزي وویل په پاکستان کې مزدوران په انتهايي سختو حالاتو کې کار کوي.

"په لکو مزدوارن دي، د سحر نه تر ماښامه کار کوي،" هغه وویل او زیاته يي کړه ډیر مزدوران د ورځې د مقررو اتو گنټو پرځای ١٦ او ١٨ گنټې کار کوي.

رمضان اڅکزي هغه وویل خواري کښ سره د ښه سلوک څه "اخلاقیات" نشته.

هغه وویل د ولس منتخب نمایندگانو په خپلو معاشونو کې ٢۴ فیصد اضافه کړې ده خو د مزدور د ښیگړې دپاره هیڅ اقدام نه پورته کوي.

رمضان اڅکزي وویل کله چی یو مزدور د څه بدې پیښې ښکار شي نو د پسماندگانو د خیر ښیگړې دپاره يي انتظام نه وي. هغه وویل تیر کال د بلوچستان په ساحلي ښار گډاني کې د سمندري جهاز د ماتولو په وخت په جهاز کې د اورلگیدو په نتیجه کې تر ٣٠ ؤ پورې مزدروان مړه شول. ښاغلي اڅکزي وویل که څه هم حکومت ددغه خواري کښو کورنیو ته د پنځه لکه روپو مالي امداد اعلان کړی دی خو دغه پیسې تر دا وخت نه دي ورکړی شوي.

په پیښور کې هم د مزدورانو د نړي والې ورځ په مناسبت دستورې وشوې.

په پیښور کې یو لاریون هم ویستل چې پکې په گڼه شمیره کې خواري کښو برخه واخیسته او د مزدرانو په حق يي نعرې پورته کړې.

منور خان په دغه لاریون کې د گاډي بان لیبر یونین په نمایندگۍ شرکت کولو. کارمندانو د حالاتو په اړه هغه وي او ای ډیوه ته "یره جي تاسو چې وگورۍ په دې وخت کې تر ټولو کمزوري طبقه چې کومه ده هغه مزدور دی او په دې ملک کې د مزدورانو چې کوم حالات دي هغه ډیر افسوسناک دي."

هغه وویل که یو مزدور ناروغه شي او د کار کولو جوگه پاتې نشي، نو حکومت يی د خیر ښیگړې دپاره هیڅ انتظام نه لري. "د مزدور د فلاح او بهبود دپاره یو شی هم په دې ملک کې نشته دی،" منور خان وویل.

د پیښور په دغه لاریون کې د حکومت یوې محکمې پي ډبلیو ډي د ملازمینو یا د لیبر یونیو یو مشر عبدالستار هوتي هم و. هغه وویل د مزدور حالات نه دي بدل شوي.

"نن مونږه بیا هغه ژړه ژاړو کوم چې په کال ١٨٨٦ کې به مزدور ژړله. مزدور نن هم بدحاله دی. مزدور نن هم پریشانه دی. مزدور نن هم د هغه بنیادي حقوقو محرومه دی کوم چې د هغه ضرورت دی بنیادي،" ښاغلي هوتي وویل.

د کال ١٨٨٦ م د مۍ په څلورمه د امریکې شکاگو ښار سره نژدې په هی مارکیټ نومې کلې کي د کارمندانو یوه احتجاجي کیدله. مظاهرې د اختتام په وخت چا یو بم په پولیس وغورځولو، مظاهره په تشدد بدله او په نتیجه کې اته کسان ووژل شو.

په زرگونو خلک په دغه احتجاجي مظاهره کې شریک وو او دا یوه ورځ وړاندې په یوه کارخانه کې د کاربندیز په لړ کې کیدله. موریخین وايي د مۍ د وړمبۍ نیټې یا د کارمندانو د ورځ نمانځلو بنیاد هم د شکاگو په دغه پرتشدد مظاهره کې کښیودل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG