لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پنجاب له به تندوره ډلو په اړه خپل سوچ بدلول وي"


شجاع خانزاده
شجاع خانزاده

د پنجاب د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده باندې خونړۍ حمله هیواد کې د ترهگرو ډلو زور او د گزار رسائي ښائي او تجزیه کار وايي پنجاب حکومت ته به اوس په صوبه کې د تندوره نتظیمونو په اړه د مفاهمت خپله تگ لاره ارو مرو بدلول وي.

ډیوه ریډیو سره خبرو اترو کې پخواني کورنیو چارو وفاقي وزیر افتاب احمد خان شیر پاو په وزیراعظم نواز شریف او پنجاب وزیراعلا شهباز شریف غږ وکړو چې د سیاسي مصلحتونو لپاره تندروه ډلو زغملو پالیسي دې ختمه کړي. دی وايي دغه سوچ به دوي لا اوس ختمول وي چې ترهگري دپاکستان د پنجاب نه علاوه د هیواد د نورو برخو مسله ده.

افتاب احمد خان شیرپاو په صفا ټکو کې وویل چې د تندروه ډلو سره د پنجاب د مسلم لیگ د سیاسي گټو لپاره خپله کړی شوي تگ لاره نوره نشې چلیدی.

د قبائیلي سیمو لپاره امنیتي چارو پخوانی مشر بریگیډئیر ریټائرډ محمودشاه ډیوه راډیو ته د شجاع خانزاده په وژنه خپله تجزیه کې دا خبره په ډاگه کړه چې د ترهگرۍ پرضد عملیات باید چې اوس په عملي ټکو کې پنجاب ته وغزولی شي. دی وايي پنجاب حکومت په صوبه کې د فرقه ایزه تنظیمونو پرضد د وړې کچې څه لږ ډیر عملیات کړې ولې د کورنیو چارو د وزیر پرضد په رڼا ورځ غبرگ ځانمرگي بریدونه ښائي پنجاب کې تندروانو پرضد عملیاتو نه علاوه بله څه لار نشته.

پنجاب کې میشته تندروه ډلو په هکله څیړنکار پیرزبیرشاه وايي دا ډلې ډیرې مضبوطې دي، ډیر وسائل لري او د پنجاب په صنعتي ښارونو کې دوي ته مالي امداد ورکړی کیږي. ددې نه علاوه صوبه کې میشته ډلې د القاعده او داعش په رنگ نړي والو تنظیمونو سره شریک سوچ لري او په نړي واله کچه اهداف لري. دی وايي لښکر طیبه، لښکر جهنگوي، غازي فورس او یو شیمر فرقه ایزه ډلې پنجاب کې میشته دي او دغلته نه دوي هند، کشمیر او نور یوشمیر ځایونو کې کاروائي کوي. دی وايي پاکستان کې د تندروۍ نه ختمیدو یوه غټه وجه د پاکستان د ریاست د ښه او بد طالبانو دوه مخې پالیسي ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG