لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهدافريدي د پیښور زلمي لوبډلې پرېښودو اعلان کړی


د پاکستان کرکټ ستوري لوبغاړي شاهد افريدي د پیښور زلمي لوبډلې پرېښودو اعلان کړی خو د ټيم مالک وايي د شاهدافريدي د دغه فیصلې نه دی خبر.

شاهد افريدي د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) په وړومبي پړاؤ کې د پیښور زلمي کپتان او په دويم کې د لوبغاړي په حیث لوبیدلی دی.

افريدي په خپل ټویټراکاؤنټ لیکلي، "د يوې لوبډلې سره مې کپ وګټلو اوس د بل نمبر دی، زه د شخصي وجوهاتو په سبب د پیښور زلمي ټيم نه د صدر او لوبغاړي په حیث د خپلو خدماتو پرېښود اعلان کوم".

نوموړي د پیښور زلمي لوبډلې دپاره نیکې پيرزونې وړاندې کړي او ويلي یې دي تر څو چې زما د پیښور د مينه والو تعلق دی ماته پته ده چې زه چرته هم ځم دوي زما سره دي.

د پیښور زلمي ټيم مالک جاوېد افريدي ډيوه ريډيو ته د شاهدافريدي د ټيم پرېښودو د پوښتنې په ځواب کې ويلي"زه بيخي په دغه اړه نه يم خبر او چې څنګه هم ځان خبر کړم تاسو ته به يې اووايم".

پیښور زلمي لوبډلې د ويسټ انډيز د لوبغاړي ډېرن سمي په کپتانۍ کې د پي اېس اېل د دويم پړاؤ ګټلی او په فائنل کې يې د کويټه ګلیډي اېټرز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

شاهدافريدي د پي اېس اېل په وړومبي په پړاؤ کې د پیښور زلمي لوبډلې کپتاني کړې وه.

شاهد افريدي تیره مياشت په دوبۍ کې د پي اېس اېل د سيالو په وخت نړيوال کرکټ ته د مخه ښې ويلو اعلان کړی ؤ.

نوموړي تير کال د پاکستان د ټي ټيونټي نړيوالې لوبډلې د کپتانۍ پرېښودو او د لوبغاړي په حیث يې د لوبې کولو ويلي ؤ، هغه په کال ۲۰۱۵م کې د يو ورځني کرکټ او په کال ۲۰۱۰م کې د ټيسټ کرکټ نه کولو ويلي ؤ.

د بوم بوم په نوم یاد شاهدخان افريدي په کال ۱۹۹۶م کې د خپل کرکټ پېل کړی او په سر کې يې په ۳۷ بالونو ۱۰۰ رنزونه جوړ کړي او د کرکټ په تاریخ کې يې د تیزو ۱۰۰ رنزونو ريکارډ جوړ کړی کوم چې ۱۸ کاله هم د ده په نوم ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG