لاس رسیدونکی لینک

اسلام آباد کې د حزب اختلاف احتجاجونو په اقتصاد منفي اثر


د کراچۍ په سټاک ایکسچینج کې د تیرو څو ورځو راهسې کاروبار سوړ دی

حکومت خلاف د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک اسلام آباد کې د احتجاجونو په نتیجه کې د هیواد اقتصاد په منفي توگه متاثر شوی دی.

کراچۍ کې د میوو تاجران وايي د میوو تجارت ته هره ورځ په لکونو نقصان رسیږي او د کراچۍ سټاک ایکسچینج کې د تیرو څو ورځو راهسې کاروبار سوړ دی او د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قیمت هم غورځیدلی دی.

اقتصاد باندې اسلام آباد کې د روانو احتجاجونو اثر په هکله کراچۍ نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال فضل عزیز رپورټ دلته اوریدی شۍ:


اسلام کې هم احتجاجونو دلاسه د ژوند پایه نزدې په ټپه ولاړه ده او د ښار ځېنې اوسیدونکې وايي د خوراکې شیانو د کمي سره هم مخ دي.

په دې هکله اسلام آباد نه د ډیوه ریډیو خبریالې رابعه پیر رپورټ:

XS
SM
MD
LG