لاس رسیدونکی لینک

د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


شاهد خاقان عباسي

د امریکا یوه بلک هاک هیلي کوپټره د تخنیکي ستونزو له امله د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې بیړنۍ او سختې ناستې ته مجبوره شویده.

په افغانستان کې د ناټو ویاند زیاتوي چې د الوتکې عمله ژغورل شویده او یواځې دوه تنه یې په برسیرنه توګه ټپي شویدي.

د ناټو ویاند وړاندې وویل چې د پېښې په اړه به پلټنې کیږي او الوتکه یوه خوندي ځای ته وړل شویده.

امریکا سناتور جان میکېن یوځل بیا د ټرمپ په ادارې باندې نیوکه وکړه چې د شپږو میاشتو له تیریدو سره سره په افغانستان کې د بري لپاره دوي هیڅ ډول سټراتیژي نه لري.

جان میکېن دغه خبرې اریزونا ایالت ته د ورتګ پرمهال وکړې چیرې چې دی د خپل مغزي سرطان د درملنې لپاره ورغلی دی.

میکېن وړاندې وویل چې د اتو کالو راهیسې په افغانستان کې ددوي سټراتیژي داده چې باید وه یې نه بایلي او دا امریکا ته ډیره ګرانه تمامه شوې او باید بدله شي.

-------

قطر د سوداګرۍ نړیوالې ادارې ته د هغو دریو خلیجي هېوادونو په اړه خپل شکایت استولی کومو چې د ترهګرۍ سره د ملاتړ په تور له دغه هېواد سره اړیکې پرې کړې وې.

پدغه شکایت کې غوښتل شویدي چې د سعودي عربستان، بحرین او عربي متحده اماراتو سره باید د ستونزې د حل په برخه کې سلا مشورې وشي ملامت لوري ته سزا ورکړل شي.

یادو درې هېوادونو له مصر سره یوځاي د روان کال د جون په ۵ نیټه له قطر سره پدې تور خپلې ټولې ډپلوماټیکې اړیکې پرې کړې وې چې ګواګې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

قطر دغه تورونه ردوي.

---------

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د خپلې کابینې د غونډې په پیل کې ډاډ څرګند کړ چې د شمالي کوریا لخوا د ګواښونو ستونزه به حل شي.

ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:

(مونږ به د شمالي کوریا ستونزه حل کړو. مونږ به دا ستونزه حلوو او دا ستونزه به حلیږي.)

د ورځې په پای کې د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې سیرا هوکیبي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د شمالي کوریا د ګواښونو په ځواب کې به امریکا په شمالي کوریا برید ترسره کړي وویل:

لکه څرنګه چې مو څو ځله مخکې هم ویلي دي ولسمشر کومه پریکړه نه اعلانوي خو د کوریا په وړاندې ټولې لارې پرانیستې دي.

--------

راتلونکې نړیوالې لوبې به په ۲۰۲۴ کال کې په پاریس کې وشي او د ۲۰۲۸ کال د المپیک لوبې به د امریکا په لاس انجلس ایالت کې ترسره شي.

دواړو ښارونو ته د المپیک د نړیوالې کمیټې لخوا اجازه ورکړل شویده چې د اوړي د موسم د لوبو کوربتوب وکړي.

له اونیو خبرو اترو وروسته پریکړه وشوه چې لومړی حل پاریس ته ورکړل شي.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ترمپ یاد ښار ته مبارکي ورکړه او وویل چې امریکایان به لکه د تل په څېر د ۲۰۲۸ کال د المپیک په لوبو کې هم ځلیږي.


XS
SM
MD
LG