لاس رسیدونکی لینک

وزیراعظم: پې ټې ايي سره خبرې روانې دي، په ځېنې ټکو اختلافات موجود دي


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د وزیراعظم نواز شریف خلاف د ازادۍ مارچ په نوم تحریک شورو کړی او پلویان د تیرو دواو هفتو راهسې پارلیمنټ سره نزدې پرلت شورو کړی. عمران خان د وزیراعظم نواز شریف د مستعفي کیدو غوښتنه کوي

وزیراعظم نواز شریف ویلي د حکومت خلاف په احتجاج اخته پاکستان تحریک انصاف سره مذاکرات روان دي خو په ځېنې ټکو د دواړو فریقینو ترمنځ اختلافات موجود دي.

د پاکستان د ولقې د لاندې د کشمیر راولاکوټ کې د سیلاب ځپلو سېمو د دورې په موقع خبرو اترو کې نواز شریف وویل قام د احتجاجونو او پرلتونو سیاست رد کړی دی ځکه چې دا د اقتصادي پرمختگ په لاره کې یو سنگین خنډ گڼي.

نواز شریف وویل اسلام آباد کې د حزب اختلاف، پاکستان تحریک انصاف، ناسته د هیواد د اقتصادي ترقۍ لاره نیول دي خو هغه زیاته کړه ددې پرته به هم حکومت د پرمختگ او سوکالۍ په لورې خپل سفر جاري ساتي.

وزیراعظم نوازشریف ددې خبرې اعتراف وکړو چې اسلام آباد کې د موجوده سیاسي صورتحال په وجه د چین صدر ژي ژنگ پنگ پاکستان ته خپل سفر وځنډولو. هغه وویل ټاکل شوي وه چې د چین صدر د دورې په مهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پرمختگ د لویو منصوبو گڼ شمیر معاهدې لاس لیک کیږی، خو د دورې د منسوخیدو په وجه داسې وو نشوه.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د وزیراعظم نواز شریف خلاف د ازادۍ مارچ په نوم تحریک شورو کړی او پلویان د تیرو دواو هفتو راهسې پارلیمنټ سره نزدې پرلت شورو کړی. عمران خان د وزیراعظم نواز شریف د مستعفي کیدو غوښتنه کوي. هغه په نواز شریف د افربا پرورۍ، حکومت کې د بډو رشوتونو او د کال ٢٠١٣ په عامو انتخاباتو کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات لگوي.

حکومت خلاف د پې ټي ايي د روان احتجاج په مهال د مظاهره چیانو او پولیس ترمنځ نښتې هم شوي دي. اسلام آباد کې سیاسي ناقرارۍ پاکستان کې یو یوارې بیا پوځ لخوا د حکومت اخیستلو اندیښنې راپاریدلې او دا گنگوسې هم شوي چې عمران خان د پوځ په لمسون د حکومت خلاف راپاسیدلی.

پوځ دا خبرې رد کړي او په حکومت او حزب اختلاف يي غږ کړی چې د مسلې حل دې مذاکراتو د لارې راوباسي. پوځ دا هم ویلي چې د طاقت د استعمال نه دې ډډه وکړی شي.

XS
SM
MD
LG