لاس رسیدونکی لینک

قامي اسمبلۍ نه د استعفا په سر پاکستان تحریک انصاف کې اختلافات؟


وزیراعظم نواز شریف د پخواني صدر آصف علي زرداري سره هیواد کې په موجوده صورتحال خبرې اترې کړې دي

په داسې مهال چې پارلیمنټ مخې ته د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک احتجاجي ناستې روانې دي، چارواکې وايي حکومت د سیاسي کړکیچ حل مذاکراتو د لارې راویستلو ته تیار دی.

وزاعظم نواز شریف او د هغه رور شهباز شریف نن لاهور کې لیده کاته کړې دي او حزب اختلاف سره مسلې د خبرو اترو د لارې حل کولو په موضوع يي غور کړی دی.

بلخوا رپورټونه وايي قامي اسمبلۍ نه د استعفا ورکولو په سر د پاکستان تحریک انصاف غړو ترمنځ اختلافات راپورته شوې دي. عمران خان او د گوند غړو يي اسمبلۍ نه ستعفاگانې سپیکر ته لیږلې دي خو لا منظورې شوې نه دي.

خو اوس ویل کیږي چې د تحریک انصاف نزدې ١٣ غړو خپله ډله جوړخ کړې او د پارټۍ مشر د استعفا د فیصلې سره اتفاق نه لري.

د پاکستان د سیاسي صورتحال په هکله اسلام آباد نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال پیر ولایت شاه رپورټ دلته اوریدی شۍ:

XS
SM
MD
LG