پاکستان کې د واک ترلاسه کولو لپاره په اسلام اباد کې سیاسي جګړو او ګډوډو په تاریخي توګه سیاسي ګوندونه او مشران کمزوري کړي دي. د دغو ګډوډو ګټه تل غیر سیاسي قوتونو او په تیره بیا پوځ ته رسیدلې. څیړونکي د عدالتونو فیصلې هم په عدل کم او په سیاسي بنیادونو زیاتې تلي.
د ناېن الیون یا یولسم سپټمبر د ترهګرۍ د پېښې وروسته په پاکستان کې پوځ په څرګنده ځینې مهمې تګلارې خپله جوړوي. په پوځ تور دی چې د افغانستان، هند او امریکا په اړه په خارجه تګلاره کې د جمهوري حکومتونو واک نه شي زغملی او یو ښکاره مثال يې د نواز شریف اوسنی حکومت هم دی.
د تیرو څلورو کالو راهسې نواز شریف وزیر خارجه هم جوړ نه کړی شو. دغه شان د ښاغلي شریف د هندوستان لپاره نرمه رویه هم څیړونکي یادوي چې د هغه د پوځ سره د یو ځایې تګ نه جوړیدو لويې سوب دی.
په مرکز کې د قدرت لپاره روانه جګړه باندې دا نیوکې هم کیږي چې دا د تر ټولو زیاتو خلکو صوبې پنجاب د سیاسي او د پردې شا ته د غیر سیاسي قوتونو یوه نه ختمیدونکې جګړه ده.
دغه جګړه په ۱۹۷۱م کال کې د هیواد په ویش او په نتیجه کې د بنګله دیش د جوړیدو نه وروسته هم روانه ده. د ګډوډي دغو نتیجو ته پرون د ګوښه کړل شوي وزیراعظم نواز شریف د کابینې مهم غړي چودهري نثار هم اشاره کړې وه.
څیړونکي فکر کوي چې د قدرت ترلاسه کولو جګړه کې درې صوبې پښتونخوا، سند او بلوچستان او د ترهګرۍ ښکار د قبایلي سیمو د لری نه د پنجاب د سیاسي پالوانانو د کبډۍ يواځې تماشه کولی شي.