لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني سیاست کې د مذهب ٫٫ پته٬٬ څنګه کارول کیږي؟


لکه څنګه چې په ترب (تورب) کې د ٫٫رنګ٬٬ پته د لوبې ګټه او باېلات بدلوي. نو هم دغه رنګ پاکستاني سیاست کې د نور هر کله نه زیات مذهب د ٫٫ رنګ٬٬ د ٫٫ پتې٬٬ په توګه کارول کیږي.

نیره اونۍ د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک په پېښور کې د دفاع پاکستان کونسل جلسې ته نه یواځې ورغلې وو بلکه په سرکاري‌ کاغذونو کې منلې شوو ترهګرو ډلو غړي يې خپل سرکاری‌ کور ته هم رابللي وو.

په سوشل میډیا یو شمیر خلکو پوښتنې راپورته کړي، دغه سرکاري کور(وزیراعلی هاوس) نه خو هغه اولسي لاېبریري (کتابتون) جوړولو، اوس پکې ترهګر ولې تاویږي راتاويږي؟

په خېبر پښتونخوا کې د واکمن پي ټي اېي ګوند مشر عمران خان چې کله کرکټ کولو نو د پلی بواېي یعنې د جینکو سره د تعلقاتو لپاره به ډیر یادیدو. خو چې کله نه سیاست ته راغلې نو داسې دریځ یې خپل کړی، چې د طالبان خان نوم ورته هم ورکړې شو.

بل اړخ ته د پخواني پوځې امر جنرل پرویز مشرف په اړه دا یو تاثر وو چې مشرف امر دی، خو ازاد خیاله هم دې. نوموړي په خپل حکومت کې یو شمیر توندروه ګوندونه په سرکاري توګه ترهګر ګرځولي وو.

خو وس خلک په مخمصه کي دي چې ښاغلی مشرف صیب ازاد خیاله دې او که وو؟ اویا یې نړۍ ته د ازاد خیالۍ ډرامه کوله؟ ولې چې اوس نوموړی د یو سیاسي ګوند ال پاکستان مسلم لیګ مشر دې او سحر ماښام په دې کوښښ کې وي چې د تند روه او ترهګر ګوندونو سره ملګرتیا اوکړي، او په ډاګه وايي ٫٫ زه د لشکر طیبه او د حافظ سعید لوې ملاتړې یم.٬٬

دا خو له څه کې یو څو ورځې وړاندې يې د خپله ځانه د۲۳ ګوندونو سیاسې اتحاد هم جوړ کړو چې پکې یې زیاتره تندروه او ترهګر ګوندونه شامل کړي وو او نوموړي به ویل ـ زه د دغه سیاسي اتحاد مشر یم.

خو دلته یو سوال دا پیدا کیږي، هغه کوم علتونه دي چې سیاسي ګوندونهد تندروه مذهبي ګوندونو سرهپه اړیکو مجبوره کوي؟

ولې چې دغه دوه مخیزه پالیسي نه یواځې د مشرف او دعمران خان په ژوندونو کې لیدلې کیږي بلکه تاریخ ښایي کله نه چې پاکستان جوړ شوینو زیاتره سیاسي ګوندونه او پوځي‌ مشران د مذهب استعمال صرف د حکومت واک ترلاسه کولو لپاره کوي.

د پاکستان لومړي پوځي‌ امر جنرل ایوب خان یو ګڅ (کیڼ) اړښه تن وو، خو د خپل واک او اولس په قابو کې ساتلو لپاره به يې د قران شریف د سوره نسا (ایت ۵۹) تبلیغ کولو.د دغه ایت ترجمه ده ٫٫ د الله اطاعت وکړئ، او د رسول اطاعت وکړئ او دهغه کسانو چې ستاسو په منځ کی واک لري.٬٬

خلک وایي پاکستان پیپلز پارټي یو ګڅ (کیڼ) اړخه ګوند دې خو د دغه ګوند مشر ذولفقارعلي بهټو په اول ځل هیواد کې قادیانانو ته کافر ویلي وو. او داسې ښکاري چې په د غه هیواد کې د اقلیتونو نه د نفرت بنیاد یې هم د دغه قانون سره ایښودل شوی.بل اړخ ته ښاغلي ذولفقار بهټو د نړۍ مسلمان هیوادنو مشرانو سره به يې نژدې اړیکې لرلې او خلکو ته به یې د تاثر ورکولو چې هغه د ٫٫ مسلم امه٬٬ د یو والي‌ لپاره کار کوي.

بل اړخ ته د ذولفقارعلي بهټو لور بینظیر بهټو د خپل ژوند لویه برخه په غربي هیوادنو کې تیره کړي وه او هم هلته یې سبق ویلې وو. په کور کې او ملګرو کې به هغې ته د پينکي ‌ په نامه غږ کیدلو. خو کله چې هغه سیاست ته راغله نو د لوپټې او د تسبحو نه بغیر چا ونه لیدله.

که یو خوا لبرل یا ګڅ (کیڼ) اړخه ګوندونه او مشران د شخصي‌ ګټو لپاره د مذهب استعمال کوي‌، نوبل طرف ته ښي اړخه ګووندونه مذهب خپل میراث ګنړي. د کال ۲۰۰۲م په عامو انتخاباتو کې متحده مجلس عمل (د مذهبي‌ ډلوسیاسي اتحاد) د خپل انتخابی نخښې (کتاب) نه قران جوړ کړې وو. په کال ۲۰۱۳م کې جماعت اسلامی نومې ګوند خپل انتخابي نخښه تله (ترازو) د خانه کعبې په ماډل د خېبر پښتونخوا په لارو کوڅو کې ګرځوله.

په پاکستان کې څو میاشتې وروستو هم عام انتخابات کیدونکي‌ دي‌، ټول سیاسي (ښي او کیڼ) ګوندونه د پټکو او لوپټو لپاره ټوکي ګز (ناپ) کوي‌، چې ډیر ډیر ووټونه واخلي‌، خو پوهه نه دي چې دا ځل پاکستاني اسټبلشمنټ، په میدان کې د ملي مسلم لیګ او دغه رنګ نور خاماران راګډ کړي.

او خدايې خبر څومره نور بې ګناه پښتانه به پرې وژني؟

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG