لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټوله نړۍ کې سږ کال یواځې په افغانستان او پاکستان کې ماشومان پولیو وهلي


په کوټه کې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکي ورکول کیږي
په کوټه کې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکي ورکول کیږي

سږ کال په ټوله نړۍ کې یواځې دوه هېوادونه وه چې ماشومان يې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي وه او هغه افغانستان او پاکستان وو.

پدې دواړو هېوادونو کې د پولیو وایرس د خپرېدو په حال کې نه دی خو په یوشمېر لیرې پرتو سیمو کې شته دی.

نږدې ۳۰ کاله مخکې د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ هره ورځ ۱۰۰۰ ماشومان د پولیو ناروغۍ وهل خو له نیکه مرغه د نړیوالو له هڅو سره دغه شمېره اوس ډیره زیاته کمه شویده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې سږ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې په هېواد کې د پولیو د ناروغۍ اوه پېښې ثبت شویدي.

خبر زیاتوي چې له دې ډلې څخه دوه پېښې په کندهار، دوه په هلمند او په کندز، زابل او ننګرهار کې یوه یوه پېښه ثبت شویده.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو پنځه پېښې ثبت شویدي.

په پاکستان او په خصوصي توگه په خیبرپښتونخوا او فاټا کې د پولیو په اړه نور تفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG