لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان، جنوبي وزیرستان نه د پولیو ٣ نوي کیسونه رپورټ شوي


پولیو مرض انسان ټول عمر د پاره په جسماني توگه د معزوره کوي
پولیو مرض انسان ټول عمر د پاره په جسماني توگه د معزوره کوي

د بلوچستان او جنوبي وزیرستان نه د پولیو درې نوي کیسونه رپورټ شوې دي چې پاکستان کې سږ کال د پولیو ښکار ماشومانو شمیره يي ٢٣٥ ته رسولې ده.

بلوچستان نه درې او جنوبي وزیرستان نه یو د پولیو کیس رپورټ شوی دی.

شمالي او جنوبي وزیرستان کې په تیرو دواؤ کلونو کې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې نه دي ورکړی شوي. چارواکې وزیرستان کې د امنیت یغیر یقیني حالاتو او د پولیو خلاف د وسله والو د تبلیغاتو په سبب هلته د پولیو خلاف کیمپین نه دی چلول شوی.

د بلوچستان په ځېنې سېمو کې هم ځېنې خلک ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې نه ورکوي.

بعضې عناصر د مذهب په نوم د پولیو په هکله وايي د پولیو څاڅکې ماشومان د بچو پیداکولو د صلاحیت نه محرومه کوي او ماشومانو ته د د پولیو څاڅکې ورکول غیر اسلامي فعل دی.

خو مذهبي مشران او د طب پوهان دغه خبره ردوي.

افغانستان، پاکستان او نائیجریا د نړۍ هغه درې یواځني هیوادونه دي چرته چې د پولیو ناروغي موجود ده. خو پاکستان کې د پولیو مرض تر ټولو زیات دی.

پولیو مرض انسان ټول عمر د پاره په جسماني توگه د معزوره کوي.

پاکستان کې د پولیو تازه کیسونو او د مرض د مخنیوي په لړ کې د حکومتي اقداماتو تفصیل پیښور نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال اسلام الدین ساجد رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG