لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پولیو ٣ نوي کیسونه رپورټ شوي


پاکستان کې ځېنې عناصر د مذهب به نوم ماشومانو ته د پولیو خلاف د څاڅکې ورکولو مخالفت کوي او وايي ماشومانو ته د پولیو خلاف ویکسین ورکول غیري اسلامي فعل دی. خو ډیرو مذهبي مشرانو او ډاکټرانو دغه گنگوسې رد کړې دي.
پاکستان کې ځېنې عناصر د مذهب به نوم ماشومانو ته د پولیو خلاف د څاڅکې ورکولو مخالفت کوي او وايي ماشومانو ته د پولیو خلاف ویکسین ورکول غیري اسلامي فعل دی. خو ډیرو مذهبي مشرانو او ډاکټرانو دغه گنگوسې رد کړې دي.

د پاکستان د صحت قامي اداره نیشنل انسټیټوټ اف هیلت وايي خیبر پښتونخوا، خیبر ایجنسۍ او بلوچستان کې د پولیو درې نوي کیسونه رپورټ شوي دي.

د پولیو تازه کیسونه په دامهال رپورټ شوي چې حکومت د سپټمبر د میاشت د ٢٩ مې نېټې نه هیواد کې د پولیو خلاف د دریو ورځو کیمپین د شورو کولو فیصله کړې ده.

چارواکې وايي د کیمپین په مهال به د ۴٠ لکو نه زیاته شمیره کې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې یا ویکسین ورکړی کیږي.

د این ايي ایچ یا د صحت د قامي ادارې د معلوماتو ترمخه د پولیو درې نوي کیسونو کې د خیبرپښتونخوا تور غر ضلعې د مده خیلو کلې درې کلنه ماشومه، بلوچستان کې ١٢ کلنه ماشومه او د خیبر ایجنسۍ باړه کې ١٢ کلن ماشوم د پولیو ښکار شوې دي.

چارواکې وايي تازه کیسونه په هغه سېمو کې رامېنځته شوي چرته چې مور او پلار ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکولو نه انکار کړی دی.

په کومو سېمو کې چې په تیرو څو کلونو کې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې نه دي ورکړی شوي هلته د پولیو کیسونه تر ټولو زیات دي. یواځې فاټا نه سږ کال ١٢٢ کیسونه رپورټ شوي دي. هم دغه رنگ خیبر پښتونخوا کې ٣٠ کیسونه رپورټ شوې دي.

قبائیلي سېمو کې د کال ٢٠١٢ راهسې د پولیو خلاف کیمپین نه دی چلیدلی.

د پولیو مرض ماشوم د ټول عمر دپاره په جسماني توگه معزوره کړي.

پاکستان کې ځېنې عناصر د مذهب به نوم ماشومانو ته د پولیو خلاف د څاڅکې ورکولو مخالفت کوي او وايي ماشومانو ته د پولیو خلاف ویکسین ورکول غیري اسلامي فعل دی.

خو ډیرو مذهبي مشرانو او ډاکټرانو دغه گنگوسې رد کړې دي.

پاکستان کې د پولیو تازه صورتحال په هکله اسلام آباد نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ارشد حسین رپورټ دلته اوریدی شۍ:

پاکستان کې د پولیو نوي کیسونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG