لاس رسیدونکی لینک

د پښتنو په سېمو کې د پولیو مرض مخ په زیاتي دی


افغانستان، پاکستان او نائیجریا د نړۍ یواځني هغه درې هیوادونه دي چرته چې اوس هم د پولیو مرض موجود دی

د تیرې څه مودې راهسې د پښتنو په سېمو کې، په خصوصي توگه قبائیلي علاقو کې، د پولیو مرض مخ په زیاتي دی او سږ کال د پاکستان د پولیو تر ټولو زیات کیسونه په خیبر پښتونخوا او فاټا نه رپورټ شوي دي.

"دا حالات چې دې زمونږ دپاره د شرمندگۍ او پریشانۍ باعث دي" چې زیاتره دنیا کې خو پولیو ختمه کړی شوي ده، دا خبره د خیبر پښتونخوا حکومت د پولیو د مخنیوي پروگرام نائب مشر ډاکټر رحیم خان وائس اف امریکا ډیوه سره مرکه کې کړې دي.

سږ کال پاکستان کې د پولیو ١٣٧ کیسونه رپورټ شوي دي چې زیاتره پکې په قبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا کې دي.

د پولیو مرض ماشوم د ټول عمر دپاره په جسماني توگه معزوره کړي. خو که د کم عمر ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکړی شي نو د پولیو مرض نه محفوظ شي خو پاکستان کې ځېنې عناصر د مذهب په نوم ماشومانو ته د پولیو ویکسین ورکولو مخالفت کوي.

پاکستان او په خصوصي توگه خیبر پښتونخوا او قبائیلي سیمو کې د وسله والو د پولیو خلاف کارکونکو ډلو باندې خونړۍ حملې کړې دي.

خیبرپښتونخوا او قبائیلي سېمو کې د پولیو موجوده صورتحال په هکله د ډیوه ریډیو خبریال اسلام الدین ساجد د ډاکټر رحیم خان سره خبرې اترې کړې دي. دغه رپورټ دلته اوریدی شۍ:

XS
SM
MD
LG