لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان د پولیو پابندي ولگیده


افغانستان، پاکستان او نائیجریا د نړۍ یواځېنې هغه درې هیوادونو دي چرته چې د پولیو مرض موجود دی. پولیو ماشوم د ټول عمر دپاره د بدني معذورتیه سره مخ کوي
افغانستان، پاکستان او نائیجریا د نړۍ یواځېنې هغه درې هیوادونو دي چرته چې د پولیو مرض موجود دی. پولیو ماشوم د ټول عمر دپاره د بدني معذورتیه سره مخ کوي
د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هیلت ارگنائزیشن لخوا پاکستان نه بهر تلونکو خلکو باندې د پولیو څاڅکو اخیستو پابندي د اتوار د ورځې یا د جون د میاشت د وړمبۍ نیټې نه عمل درامد شورو شو.
د ډبلیو ایچ او لخوا د هدایاتو ترمخه به پاکستان نه خارجي هیوادونو ته تلونکې خلک به د پولیو خلاف څاڅکې اخلي او د څاڅکو سند به ښائي. ددې ترڅنگ پاکستان ته راتلونکې د خارجي هیوادونو خلک که هلته د څلورو هفتو نه زیات وخت تیروي نو د پولیو خلاف څاڅکې به اخلي او سند به لرې.
د بلیو ایچ او د هدایت نامې سره سم د کراچۍ په هوائي اډه دوه کاونټرې جوړې شوي دي. یو کاونټر د صوبائي حکومت او بل د وفاقي حکومت لخوا قائم کړی شوی دی چرته چې بهر تلونکو خلکو د پولیو خلاف څاڅکې ورکړی کیږي.
بلوچستان کې هم په ټولو هوائي اډو د پولیو کاونټرې قائم کړی شوي دي. دا خبره د بلوچستان د صحت د محکمې سیکریټري ارشد بگټي وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته کړې ده.
د ډبلیو ایچ او هدایات په نړي واله کچه پاکستان نه د پولیو د خوریدو مخنیوي په خاطر پرځائې کړی شوي دي. پاکستان کې سږ کال تر دا وخت د ٦٠ نه زیات کیسونه رپورټ شوي دي.
د پاکستان نه علاوه شام او کیمرون په هکله هم ډبلیو ایچ او دا هدایات جاري کړې دي.
افغانستان، پاکستان او نائیجریا د نړۍ یواځېنې هغه درې هیوادونو دي چرته چې د پولیو مرض موجود دی. پولیو ماشوم د ټول عمر دپاره د بدني معذورتیه سره مخ کوي.
پاکستان کې د پولیو تر ټولو زیات کیسونه شمالي وزیرستان کې رپورټ شوي چرته چې د تیرو دواو کلونو راهسې د ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو ورکولو مهم نه دی چلول شوی.
پاکستان کې د پولیو څاڅکو په هکله دا خبره هم کیږي چې دا ماشومان د بچو زیږدولو د صلاحیت نه محرومه کوي او ماشومانو ته دغه څاڅکې ورکول غیر اسلامي کار دی. خو ډاکټران او عالمان دا د یوې پروپیگینډې په توگه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG