د واک من پاکستان مسلم لیگ نون یو اهم مشر ویلي د هیواد موجوده کړکیچنه سیاسي فضا د پوځ لخوا په حکومت د پخواني صدر او پوځي مشر پرویز مشرف د ازادولو فشار برخه ده.
د مسلم لیگ چیرمین راجه ظفرالحق وویل سیاسي حالات په حکومت فشار اچولو دپاره خراب کړی شوي دي چې حکومت پرویز مشرف ته ملک نه د بهر تلو اجازت ورکړي.
راجه ظفرالحق وايي حکومت پرویز مشرف د ازادولو اراده نه لري او هغه به د قانون سره مخامخ کولی شي.
د راجه ظفرالحق د وینا او پاکستان کې د موجوده سیاسي وضعې په هکله نور تفصیل اسلام اباد نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال اورنگزیب خان رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: