لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف: د فاټا اصلاحات به د کابینې د راتلونکې غونډې برخه وي.


Fata Reforms01
Fata Reforms01

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د فاټا د اصلاحاتو د ځنډ په سر د احتجاجونو د اعلان وروستو يو لنډ بیان کې ویلي د کابینې راتلونکې غوڼده کې به اصلاحات د ایجنډې برخه وي.

په بیان کې ویل شوي حکومت د فاټا اولس ته د اختیار ورکولو لپاره د ټولو اړخونو په ګډه اتفاق جوړول غواړي.

د پاکستان انګریزۍ ورځپاڼې ډان کې ننۍ اداریې د کابینې د تیرې غونډې د ایجنډې نه د فاټا د اصلاحاتو لرې کول غندلي. په اداریه کې د فاټا د اصلاحاتو د ځنډ تور د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ او د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان باندې لګول شوی.

٫٫ دوي(محمود خان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان) د فاټا د مستقبل په خطر کې د اچولو ذمه وار دي او دا کار يې په راتلونکې کې د سیاسي ګټو لپاره کړی دی٬٬

تمه وه چې وزیراعظم نواز شریف به د فرورۍ په اوومه نیټه د کابینې په غونډه کې د فاټا لپاره اصلاحات منظور کړي. په اصلاحاتو کې د فاټا په پښتونخوا صوبه کې د ورګډیدو سپارښتنه شوې وه.

د واکمن مسلم لیګ ګوند اتلافي ګوندونو مشرانو محمود خان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د سپارښتنو مخالفت کوي. او واېي فاټا کې دې د اصلاحاتو په سرټول پوښتنه (ریفرنډم)وشي.

د فاټا د اصلاحاتو په سر روان ځنډ ته د فاټا د اولس غبرګون تند شوی. نن په پيښور کې د فاټا طالبعلمانو هم ګواښ کړی که یوه میاشت کې دننه د اصلاحاتو فیصله اونه شوه نو احتجاجونه به پیلوي.

په پارلیمان کې د فاټا غړي او په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ (ن) او پښتونخوا کې پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ په ګډون ټولو سیاسي ډلو د فاټا د اصلاحاتو ملاتړ کړی.

فاټا کې د یوې پیړۍ نه د زیاتې مودې راسې د انګریز د وخت تور قانون راېج دی. دغه قانون کې د فاټا اولس ته بشري حقونه نه ورکول کیږي. او نه هم اولس د دلیل، وکیلاواپیل حق لري.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک نن د ډیوه ریډیو سره په مرکه کې ویلي د مرکز لخوا د فاټا په پښتونخوا کې د ورګډولو هر کلی به کوي. او زیاته کړې يې ده د فاټا د اولس په پښتونخوا کې ورګډیدو باندی به خوشحالیږو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG