لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور کې د طالبانو پخوانی وزیر وژل شوی


دوحا، قطر، کې د طالبانو د دفتر یو منظر.تیرکال د جون په میاشت کې طالبانو دوحا قطر کې مذاکراتو په خاطر دفتر پرانستلی وو خو په دفتر د طالبانو په بیرغ د افغان حکومت د اعتراز ورسته دغه عمل د ځنډ ښکار شو
دوحا، قطر، کې د طالبانو د دفتر یو منظر.تیرکال د جون په میاشت کې طالبانو دوحا قطر کې مذاکراتو په خاطر دفتر پرانستلی وو خو په دفتر د طالبانو په بیرغ د افغان حکومت د اعتراز ورسته دغه عمل د ځنډ ښکار شو
د افغانستان د طالبانو د مهاجرینو لپاره پخوانی وزیر ملا عبدالرقیب چې د کابل حکومت سره د مذارکراتو په حق کې وو، پیښور کې د گل په ورځ ووژل شو.
پاکستان کې د طالبانو ذریعو په حواله د فرانس خبرې اداره ای ایف وايي ملا عبدالرقیب باندې په موټر سائیکل سورو حمله کونکو په داسې مهال ډزې وکړې کله چې هغه د یوې مدرسې نه راوتلو. هغه په موقع ساه ورکړه.
ای ایف پې افغانستان کې د یو طالب مشر له قوله وايي چې نوم يي نه دی څرگند کړی چې ملا عبدالرقیب پیښور کې میشته د طالبانو د هغه ډلې نه وو چې د کابل حکومت سره د ممکنه امن مذاکراتو په لړ کې د رابطې په حق کې ده.
د طالبانو یو پخواني وزیر آغا جان معتصم د ملا عبدالرقیب د وژل کیدو په هکله یو بیان کې ویلې پیښور او کوټه کې د افغانستان پخواني جهادي مشران او طالبان په هدف کیږي.
د آغا معتصم لخوا مطبوعاتو ته شائع شوی بیان وايي "ملا عبدالرقیب د پرامنه افغانستان دپاره کار کولو." بیان کې د ملا عبدالرقیب د یو عالم، سیاستدان، سماجي کارکن او د زرگونو یتیمانو د کفیل په توگه ستائنه شوي ده.
د کابل حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو عمل تر دا وخت د مشکلاتو ښکار شوی دی، ددې پرته چې په ورستیو ورځو کابل کې حکومتي چارواکو او د صدر حامدکرزي د حکومت ترمنځ د خفیه رابطو تصدیق کړی دی.
افغان صدر حامدر کرزۍ امریکې سره د امن لوظنامه لاس لیک کولو دپاره دا شرط هم ایښودی چې امریکا دې طالبانو سره د مذاکراتو عمل هم شورو کړي.
تیرکال د جون په میاشت کې طالبانو دوحا قطر کې مذاکراتو په خاطر دفتر پرانستلی وو خو په دفتر د طالبانو په بیرغ د افغان حکومت د اعتراز ورسته دغه عمل د ځنډ ښکار شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG