د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پیښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو حمله د "درندگۍ او سفاکۍ" داسې قام گرځولی دی چې د هغه په وینا تاریخ کې يي مثال نشته.
پیښور کې د پارلیماني پارټیو مشرانو سره ترهگرۍ خلاف جنگ په اړه د صلاح مشورې ورسته، نواز شریف وویل په سکول حمله مخ په تیښته "ترهگرو" لخوا یوه "بزدلانه" کاروائي وه. ښاغلي شریف ژمنه څرگنده کړه د اخیري "ترهگر" پورې به جنگیږي.
د شورو یا چارشنې په ورځ پوځي چارواکو په وړمبي وار خبریالان د طالبانو د حملې ښکار شوي سکول کتلو ته بوتلل. سکول در او دیوالونه په وینو رنگول شوي وو.