لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیو په کارکونکو ورستۍ حمله کې ١ پولیس وژل شوی


د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هیلت ارگنائزیشن پیښور د نړۍ د پولیو تر ټولو لویه ذخیره گرځولې ده.
تجزيي ښائي چې د پولیو په ٩١ کیسونو کې د ٨٣ کیسونو چراثیم په پیښور کې موندلی کیږي. هم دغه رنگ د افغانستان د پولیو په ١٣ کیسونو کې د ١٢ کیسونو چراثیم د پپښور کې موجود جراثیمو په رنگ وو
د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هیلت ارگنائزیشن پیښور د نړۍ د پولیو تر ټولو لویه ذخیره گرځولې ده. تجزيي ښائي چې د پولیو په ٩١ کیسونو کې د ٨٣ کیسونو چراثیم په پیښور کې موندلی کیږي. هم دغه رنگ د افغانستان د پولیو په ١٣ کیسونو کې د ١٢ کیسونو چراثیم د پپښور کې موجود جراثیمو په رنگ وو
د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پیښور سره نزدې د اتوار په ورځ د بم چاؤدیدو په نتیجه کې د صحت کارکونکو په تحفظ مامور یو پولیس عسکر وژل شوی او دویم زخمي شوی دی.
پولیس چارواکو ویلي چاؤدنه د پیښور په مضافاتي سېمه بډنۍ کې چارسده روډ سره نزدې یوه هادیره کې شوي ده.
د صحت کارکونکو علاقه کې ماشومانو ته د پولیو او د ځېنې نورو ناروغو نه د محفوظ پاتې کیدو دپاره ویکسین ورکول چې چاودنه پرې وشوه.
د پولیو کارنکو خلاف ورستۍ حمله کې یو پولیس په موقع ووژل شو او دویم په زخمي حال کې هسپتال ته یوړلی شو چرته چې د هغه حالت د خطرې نه بهر ښودلی کیدو.
د حملې په مسولیت په هکله په سمدستي توگه څه رپورټ نه دی راغلی خو چارواکې وايي د پولیو خلاف حملې وسله وال طالبان کوي څوک چې ماشومانو ته د معزوره کونکې مرض خلاف دوا ورکول غیر اسلامي کار گڼي.
خیبر پښتونخوا او قبائیلي سیمو کې د پولیو خلاف د صحت کارکونکو باندې یو شمیر خونړۍ حملې شوي دي.
افغانستان، پاکستان او نائیجیریا د نړۍ واحد درې هیوادونه دي چرته چې پولیو اوس هم موجود ده.
د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هیلت ارگنائزیشن پیښور د نړۍ د پولیو تر ټولو لویه ذخیره گرځولې ده.
تجزيي ښائي چې د پولیو په ٩١ کیسونو کې د ٨٣ کیسونو چراثیم په پیښور کې موندلی کیږي. هم دغه رنگ د افغانستان د پولیو په ١٣ کیسونو کې د ١٢ کیسونو چراثیم د پپښور کې موجود جراثیمو په رنگ وو.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG