لاس رسیدونکی لینک

نوي کاله راشه د یو ښکلي سپین سبا سره


د نوي کال خوشحالی نمانځل د هغه قامونو حق دی چي جمهوري اقدارو او علم او تحقیق د لاري د تهزیب لوړ مقام ته رسیدلي. دغه قامونو لپاره هر نوی کال د ترقۍ د نوي پړاو زیری وي

د نوي کال خوشحالی نمانځل د هغه قامونو حق دی چي جمهوري اقدارو او علم او تحقیق د لاري د تهزیب لوړ مقام ته رسیدلي. دغه قامونو لپاره هر نوی کال د ترقۍ د نوي پړاو زیری وي.

سائل صیب وایي د تاریخ جبر نازولی وي. تیر شوي ۴۰ کالونو کی هر کال پښتنو باندي د تاریخ دا جبر داسي مسلط کړی شوی چی د نجات او جنت په لالچ کښی پښتنو په خپله نازولی.

د ۴۰ کالونو راهسي روان جبر حال تیرولو لپاره خو دا دي مضمون لمن ډیره تنګه ده خو تیرو ۱۴ کالنو حساب ډیر واضحه دی. تیر شوي یو لسیزه کې د پښتنو شناخت ختمولو لپاره ډیر اړخونه په هدف دي خو د پښتنو قیادت ، تعلیم او کلتوري اقدار یی بیخي زیات ځپلي.

پوهه مشران د یو قام لپاره د لارښودني کار کوي او خپل قام د تیارو نه رڼا پلو مخ په وړاندي بوځي. تیرو څوارلس کالونو کې د پښتنو په خاوره لگیدلي اور کې داسي سپین ږیري او روښان فکره مشران لاهو شوي چي گمان مي نه شي د هغوي کمۍ به کله هم پوره شي. هم داسی مشرانود نشت والي وجه ده چي پښتانه لکه د گډو بزو چا په یو لور روان کړي دي او چا به بل لور او هم دا وجه ده چی نن داسي خلک چی خپله په خپل قام د جبر آله کار دي د پښتنو د مشرۍ دعوې دار جوړ شوي څوک نه یواځي د ټوپک په زور بلکه سیاست د لاري هم پښتنو باندي د خپلي خوښی سیاسي مفکوره ورتپل غواړي.

تعلیم او تحقیق د قامونو سرمایه وي. دا د تعلیم او تحقیق کمال دی چي نن غرب د گړدي نړۍ ملک جوړ شوی. خو د نازولي جبر د لاسه د پښتنو تعلیمي حال د کانړو د وخت سره سم ښکاري. یواځي د پښتنو قبائلي سیمو کې قریباً‌۷۰۰ نه ذیات سکولونه تباه کړی شوي دي. دغه سکولونو کې زده کړه کونکي تنکي ماشومان هم کله هنگو او کله پېښور کې د دغه جبر ښکار کیږي او چرته چي سکولونه موجود هم دي هلته داسي د کرکي او نفرت نه ډک نصاب ښودلی کيږي چي راتلونکی پښتون نسل به د وحشت او حیوانیت نه پرته څه هم د پیژندلو جوگه پاتي نه شي.

د پښتو ژبی ټپه ده :

که د شاه زلمو نه پوره نه شوه

گرانه وطنه جینکۍ به دی گټي نه

نن د سوات ماشومه ملاله د دغه جبر منلو نه انکار کړی خو ژوند یي اوس هم د خطرو سره مخ دی ځکه چي پښتانه د تیارو سره دومره روژد شوي دي چي د رڼا یوه څړیکه یی هم سترگې بریښوي.

دریم ګزار د پښتنو په کلتوري اقدارو شوی. کلتوري اقدار د ‌ډیري ژوري مشاهدي او د زرګنو کالونو ټولنیز ارتقاء نتیجه وي. دا اقدار اصل کې د یو قام تاریخ او جرړي وي. تیرو ۱۴ کلونو کې دغه اقدار کله د عرب کلتور سره د بدلولو هڅي شوي چي له وجه یی د حجري ځائې جومات نیولی او کله ورباندي د میډیا او فلمونو د لاري یو غیر او نا آشنا کلتور ورتپل شوی بلکه د پښتنو کلتوري اقدار خو د مسوسیقۍ په توګه په میډیا کښي ښودلی شي. د هر دویمي غونډي نوم جرگه وي چي پکي د نورو قامونو خلک ناست وي او کیدی شي هم دا یی سبب دی چي نن جرگواو معرکو کې د فیصلو قوت نه دی پاتي شوی.

کوم قام چي د تاریخ دومره نازولي جبر سره مخ وي چي د یو قبر خاوري یی له اوچي نه وي چي بل قبر تیار شوی وي نو هغه قام د نوي کال په راتلو خوشحالي څه رنګ کولی شي؟

د اجمل بابا دا ارمان به هڅي ارمان پاتي شي او کنه چري پښتانه به دا په حقیقت کې بدل کړی شي:

نوي کاله راشه د یو ښکلي سپین سبا سره

یو مي د جانان د سرو شونډو مسکا سره

بل مي د محنت د وږمو ښي مستي ګدا سره

بل د بلاګانو نه آزادي پختونخواه سره

راشه که راځي، راشه که راځي

XS
SM
MD
LG