لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بدر منیر تیرشو، هیر شو؟


د بدر منیر نوم او د پښتو فلم یو بل دپاره لازم او ملزوم وو او یو د بل نه بغیر نامکمله گڼلی کیدل. خو د پښتو فلمونو مینه والو دپاره هغه وخت هم راغلو چې فلمونه جوړیدل خو بدر منیر، بدری، به پکې نه وو
د بدر منیر نوم او د پښتو فلم یو بل دپاره لازم او ملزوم وو او یو د بل نه بغیر نامکمله گڼلی کیدل. خو د پښتو فلمونو مینه والو دپاره هغه وخت هم راغلو چې فلمونه جوړیدل خو بدر منیر، بدری، به پکې نه وو

د بدر منیر نوم او د پښتو فلم یو بل دپاره لازم او ملزوم وو او یو د بل نه بغیر نامکمله گڼلی کیدل. خو د پښتو فلمونو مینه والو دپاره هغه وخت هم راغلو چې فلمونه جوړیدل خو بدر منیر، بدری، به پکې نه وو.

نن د بدر منیر د تگ اووم کال وو چې په خاموشۍ کې تیر شو. نه چا څه دستوره وکړه او نه يي هم چا هغه د خدماتو ستائنه وکړه.

بدر منیر شا او خوا ٥٠٠ فلمونو کې کار وکړو. هغه په کال ٢٠٠٨ کې د ناروغۍ دلاسه لاهور کې ساه ورکړه او هم په دغه ښار کې خاورو ته وسپارلی شو چې د پاکستاني فلمي صنعت مرکز دی.

بدر منیر د ١٩٧٠ په لسیزه کې د پښتو وړمبي رومانوي فلم یوسف خان شیربانو نه د خپل فلمي کیرئیر ابتدا وکړه او بیا يي ورسته نه دي کتلي. په خپل شوق، جذبه او محنت د فن لوړو ته رسیدلی او د پښتو فلمي صنعت په تاریخ کې ځان دپاره لوې مقام گټلی دی.

بدر منیر د سوات شاه په گرام کلي کې د ملا قوت خان میا په کور په کال ١٩۴٢ کې وزیږیدلو. رسمي لیک لوست يي وو نه کړی شو. غربت دلاسه يي سخت محنت مشقت کړی وو چې پکې د فصل لو، رکشه چلول او بیره توب غوندې د لږو پیسو مزدوري شامله ده.

فلمي صنعت سره د بدرمنیر رشته داسې جوړه شوه چې هغه ته د فلم د لائټ مین په توگه د کار موقع په لاس ورغله او بیا د اردو فلمونو مشهور هیرو وحید مراد سره د چپړاسي شو.

بدر منیر د پاره د قسمت دروازې فلم یوسف خان شیربانو پرانستلې. د پروډیوسر عزیر تبسم فلم علي حیدر جوشي لیکلی وو او کله چې یوسف خان شیربانو په سینماگانو وښودلی شو نو د بدر منیر د ژوند قیصبه بیا بدله وه. هغه د په پښتو فلمونو کې ځان دپاره ځائې وټاکلو او بیا يي خپل کیرئیر کې شا او خوا ٥٠٠ فلمونو کې کردارونه ادا کړل.

بدر منیر د اووم کال به مناسبت د وي او ای ډیوه په ادبي پروگرام پښتانه ستوري کې د پښتو فلمي صنعت عصري شخصیاتو ثریا خان، اصف خان، امان خان، شاهد خان او د ډیوه خبریال میا فاروق فراق د بدر منیر د ژوند او فن په مختلفو اړخونو خبرې وکړي. دپروگرام کوربنه ناهید سحر وه. دغه پروگرام په دې لنک اوریدی شۍ:http://www.voadeewaradio.com/audio/2980652.html

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG