لاس رسیدونکی لینک

رپورټ: کراچۍ کې میشته کمپني په نړي واله کچه جعلي سندونه خرڅوي


نیویارک ټائمز وايي د کمپنۍ باني او مشر شعیب احمد شیخ د کال ٢٠١٣ په یوه مرکه ویلي اداره يي د ايي ټي په مد کې کارکوي او هره ورځ د زرگونو په شمیره منصوبې سر ته رسوي او د خریدارانو اوږ فهرست لري. ورځپاڼه وايي کمپنۍ د مبینه خریدارانو نومونه څرگند نه کړل

کراچۍ کې میشته ایگزیکټ نومې کپمني چې سږ کال د بول په نوم نوی ټیلې وژن چینل هم د پرانستلو اراده لري، په نړي واله کچه جعلي تعلیمي سندونه خرڅوي او د کمپنۍ پخواني ملازمین وايي کپمني ددې کاروبار نه هره میاشت په میلینونو ډالرې منافع ترلاسه کوي. دا خبره د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼې خپل یو رپورټ کې کړې ده.

نیویارک ټائمز وايي د کمپنۍ باني او مشر شعیب احمد شیخ د کال ٢٠١٣ په یوه مرکه ویلي اداره يي د ايي ټي په مد کې کارکوي او هره ورځ د زرگونو په شمیره منصوبې سر ته رسوي او د خریدارانو اوږ فهرست لري. ورځپاڼه وايي کمپنۍ د مبینه خریدارانو نومونه څرگند نه کړل.

ایگزیکټ په خپله ویپ پاڼه د نیویارک ټائمز رپورټ رد کړی. د خبر په جواب کې کپمنۍ ویلي ایگزیکټ د خبر غندنه کوي، بې بنیاده خبر يي شائع کړی او د کپمنۍ دریز پکې نه دی اخیستل شوی. وضاحتي بیان وايي د ایگزیکټ تعلیمي څانگه انټرنیټ او د تعلیم د روایتي طریقې د لارې په نړي واله کچه د طالب علمانو د تعلیم مخلتف ضرورتونه پوره کوي او دا يي د خپل صلاحیت یوه نخښه ده.

د نیویارک ټائمز رپورټ وايي ایگزیکټ په خپله ویب پاڼه د انټرنیټ د لارې د امریکې او د نړۍ په نورو هیوادونو کې مشهورو یونیورسټو سره د خپل الحاق په اړه دلچسپ اشتهارونه لگولې، د کمپنۍ انتهائي تربیت یافته عمله چې په انگریزۍ او عربۍ ژبو کې خبرې کوي په ټیلې فون خلکو ته معلومات ورکوي، ډگري یا سند ترلاسه کونکې په نوکرۍ کې د ترقۍ یا خپل تعلیمي معیار بهتر کولو دپاره ان لائن تعلیم د لارې د ایگزیکټ مخه کوي.

نیویارک ټائمز وايي ایگزیکټ د ٣٥٠ ډالرو نه واخلې تر د ۴٠٠٠ پورې ډالرو پورې د هائې سکول او یا د پې ایچ ډي ډگرۍ خرڅوي.

د رپورټ ترمخه کمپنۍ به د امریکې مشهور ټیلې وژن چینل سي این این د لارې جعلي اشتهارات لگول او په اشتهاراتو کې به د ادا کاران لکه د طالب علمانو په رنگ وړاندې کیدل. د کمپنۍ ویب پاڼه به امریکا او منځني ختیز کې خریدارا په هدف کول. د کمپنۍ د یو پخواني کارکونکې په حواله نیویارک ټائمز وايي د سعودي عرب یو شهري ایگزیکټ نه په سندونو اخیستلو څلور لکه ډالرې خرڅ کړې دي.

نیویارک ټائمز وايي د ایگزیکټ مشر شعیب احمد شیخ ویلي د کمپنۍ د منافعې ٦٥ فیصد برخه په خیراتي کارونو مصرفوي او تیر کال يي دا منصوبه اعلان کړې وه چې د کال ٢٠١٩ پورې به ١٠ میلینه پاکستاني ماشومانو ته تعلیم ورکوي.

د تیرو دواو کلونو راهسې ایگزیکټ د بول په نوم د ټیلې وژن چینل پرانستلو تیاری کوي او ددې دپاره يي مشهور صحافیانو ته نوکرۍ ورکړې دي. ټاکل شوې ده چې دغ ټی وي او دې سره تړلې ورځپاڼه به سږ کال پرانستلی شي.

نیویارک ټائمز وايي کمپنۍ په دې اړه عدالتونو کې مقدمې هم شورو کړې چې د بول پشا د پاکستان پوځ ولاړ دی، رپورټ وايي کمپنۍ پوځ سره د تعلق د خبرونو تردید کوي خو دا خبره واضحه ده چې ایگزیکټ به نوي مطبوعاتي ادارې د جعلی ډگرو یا سندونو د کاروبار نه ترلاسه شوي منافعې باندې چلوي.

خپل وضاحتي بیان کې ایگزیکټ وايي نیویارک ټائمز د کمپنۍ په اړه بیان پاکستان کې د خپلې مرستندویه کمپنۍ ایکسپریس میډیا سره په شریکه تیار کړی دی. ایکسپریس میډیا مطبوعاتي اداره پاکستان کې نیویارک ټائمز خوروي. ایگزیکټ وايي سند هائي کورټ په ایکسپریس میډیا پابندي لگولې چې د ایگزیکټ نوم سره تړلی څه خبر به نه شائع کوي. خو ایگزیکټ وايي د عدالت د حکم نه ځان لرې ساتلو او د بول کامیابۍ ته نقصان رسولو دپاره ایکسپریس میډیا نیویارک ټائمز دلاره دغه خبر شائع کړو.

XS
SM
MD
LG