لاس رسیدونکی لینک

رپورټ: د پاکستان ایټمي پروگرام په چټکتیه په وړاندې روان دی


ډاکټر عبدالقدیر خان د پاکستان د ایټمي پروگرام باني گڼل کیږي

د پاکستان ایټمي پروگرام په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات په چټک رفتار په وړاندې روان دی او د کال ٢٠٢٠ پورې به هیواد په دومره مقدار کې ایټمي مواد تیار کړی وي چې د ٢٠٠ نه زیات ایټم بمونه به جوړولی شي. دا خبره د امریکې یوې غیر حکومتي تحقیقي ادارې خپل رپورټ کې کړې ده.

واشنگټن کې میشته د څیړنې اداره کاونسل ان فارن ریلیشنز، سي ایف ار، وايي که څه هم دا وخت د نړۍ ځېنې نور هیوادونه په خپلو ایټمي وسلو کې کمی کوي، ایشیا کې ایټمي وسلو کې اضافه روانه ده او په خصوصي توگه پاکستان په خپل ایټمي وسله تون کې په گړندي چال اضافه کوي.

د پاکستان گاونډي هیواد هندوستان سي ایف ار وايي د ٩٠ نه تر د ١١٠ پورې ایټم بمونه لري خو د ایټمي وسلو په پیداوار کې يي اضافه کړې ده.

د رپورټ مصنف، د جارج میشن یونیورسټۍ استاز گریگري کابلینز، په ډاگه کوي چې جنوبي ایشیا، چرته چې پاکستان او هندوستان موجود دي، د ایټمي وسلو د موجودگۍ په سبب د بې ثباتۍ د خطر سره د نورو سیمو نه زیاته مخامخ منقته ده او سبب يي په سرحدونو شخړې، د سرحدونو پورې راپورې ترهگري او مخ په زیاتیدونکې ایټمي وسلې دي.

رپورټ وايي پاکستان د خپلو ایټمي وسلو ویشتلو د پاره ١١ نوي نظامونو باندې کار شورو کړی دی چې پکې د هوائي جهازونو او مزائیلو دلارې د ایټم بم ویشتلو صلاحیت شامل دی.

رپورټ وايي پاکستان نه ده واضحه کړې چې په کومو حالاتو کې به ایټمي وسله استعمالوي خو دا يي څرگنده کړې چې د ایټمي وسلو مقصد يي د حریف، گاونډي هیواد هندوستان لخوا خپلې سلامتیه ته د خطر مخه نیول دي.

سي ایف ار وايي د پاکستان د ایټمي پروگرام بنیادي هدف هندوستان دی خو د رپورټونو ترمخه پاکستان دا ویره هم لري چې امریکا د پاکستان ایټمي نتصیباتو باندې د حملې او قبضې صلاحیت لري. د سي ایف ار ترمخه د پاکستان د ویرې یو علت د امریکې هغه ویل کیدونکی پلان دی چې که چرې د پاکستان ایټمي وسله تون د ترهگرو لاسو ته ورځي نو چې د تحفظ تابیعه يي وکړي.

سره ددې چې پاکستان وايي د ایټمي پروگرام د عدم تحفظ په هکله نړي والې اندیښې بې ځایه دي، ډاکټر عبدالقدیر خان، چې د هیواد د ایټمي پروگرام باني گڼل کیږي، کال ٢٠٠٢ کې يي ددې خبرې اعتراف کړی چې ایران، شمالي کوریا او لیبیا سره يي حساسه ټیکنالوجي شریکه کړې ده.

په ورستي کلونو کې د پاکستان په حساس عسکري مرکزونو د وسله والو حملې د هیواد ایټمي ودانو د تحفظ په لړ کې فکر مندي نوره رابرسیره کړې ده.

XS
SM
MD
LG