لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر وايي ټول هیواد کې به د "ترهگرو" تعقب کوي


شمالي وزیرستان کې پوځ د وسله والو خلاف د جون د میاشت په ١٥ نیټه کاروائي شورو کړه چې تراوسه هم جاري ده. سېمه کې د اپریشن شورو کیدو او د امن و امان غیر یقیني صورتحال په وجه د پنځه لکه نه زیات خلک بې کوره شوي دي
شمالي وزیرستان کې پوځ د وسله والو خلاف د جون د میاشت په ١٥ نیټه کاروائي شورو کړه چې تراوسه هم جاري ده. سېمه کې د اپریشن شورو کیدو او د امن و امان غیر یقیني صورتحال په وجه د پنځه لکه نه زیات خلک بې کوره شوي دي

د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم روانې کاروائي په مهال د سېمې دوره کړې ده، عسکرو ته يي ډاډ ورکړی او ویلي يي دي د هیواد په گوټ گوټ کې به د "ترهگرو" تعقب کوي.

د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پې ار لخوا جاري شوی بیان وايي جنرل راحیل شریف شمالي وزیرستان کې اپریشن کې مصروف د عسکرو صفونو ته ورغلو او د پوځیانو د حوصلې او جرات ستائنه يي وکړه.

ايي ایس پې ار وایي جنرل راحیل په کاروائي کې تر دا وخت شوي پرمختگ باندې د اطمینان څرگندونه وکړه.

د پوځ بیان وايي جنرل راحیل شریف یو وارې بیا په دې خبره زور واچوو چې شمالي وزیرستان نه به د ټولو ځائي او خارجي "ترهگرو" نوغی ویستل کیږي او د هغوي ځالې به لمنځه وړلی کیږي. هغه وویل ترڅو "ترهگر" په حتمي توگه نه وی ختم کړی شوي تر هغې په ټول هیواد کې د "ترهگرو" تعقب کوي.

جنرل راحیل شریف د شمالي وزیرستا اولس ته پیرزونې وړاندې کړې چې سېمه کې د ریاست واک اختیار پرځائې کولو په لړ کې يي ډیرې قربانۍ ورکړې.

شمالي وزیرستان کې پوځ د وسله والو خلاف د جون د میاشت په ١٥ نیټه کاروائي شورو کړه چې تراوسه هم جاري ده. سېمه کې د اپریشن شورو کیدو او د امن و امان غیر یقیني صورتحال په وجه د پنځه لکه نه زیات خلک بې کوره شوي دي.

پوځ ویلي شمالي وزیرستاکې يي د اپریشن په مهال په گڼه شمیره کې وسله وال وژلې او دعوه يي کړې چې زیاتره وژل شوي وسله وال خارجیان او ازبک دي. په ازاده توگه د پوځي دعوو او رپورټونو تصدیق ممکن نه دی ځکه چې سیمه کې خبریالان په ازاده توگه خپله دنده نشې ترسره کولی.

طالبان سېمه کې اکثر د پوځي دعوو ردونه کوي او په ځواب کې پوځ او حکومت ته د تلافاتو دعوه کوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG