لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې گرزبندیز، پوځي کاروائي دوام لري


د کاروائي مرکز د شمالي وزیرستان میرعلي ښارگوټی دی چرته چې د رپورټونه وايي په سلگونو خلک خپل کورونه په پریښودو مجبور شوي دي او جگړې په وجه د میر علي بازار ته سخت زیان رسیدلی دی
د کاروائي مرکز د شمالي وزیرستان میرعلي ښارگوټی دی چرته چې د رپورټونه وايي په سلگونو خلک خپل کورونه په پریښودو مجبور شوي دي او جگړې په وجه د میر علي بازار ته سخت زیان رسیدلی دی
قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې د مشکوک وسله والو خلاف د امینتي ځواکونو کاروائي روانه ده او د کاروائي په مهال لگول شوي گرز بندیز په وجه ځائي اوسیدونکې وايي چې د مشکلاتو سره مخ دي.
د کاروائي مرکز د شمالي وزیرستان میرعلي ښارگوټی دی چرته چې د رپورټونه وايي په سلگونو خلک خپل کورونه په پریښودو مجبور شوي دي او جگړې په وجه د میر علي بازار ته سخت زیان رسیدلی دی.
د تیرو څو ورځو راهسې جاري عملیاتو کې د گڼ شمیر خلکو د وژل کیدو رپورټونه راغلې دي.
د امنیتي ادارو چارواکې وايي تر دا وخت عملیاتو کې د ۴٠ نه زیات وسله وال وژل شوي او یو شمیر عسکرو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
بل خوا ځائې خلک وايي د ٧٠ نه زیات ملکي کسان چې پکې زنانه او ماشومان شامل دي، وژل شوي دي. د مرگ ژوبلې د متضاد رپورټونو په ازاده او کره توگه تصدیق ممکن نه دی. سیمه کې د امنیت د خرابې وضعې له امله خبریالان هلته خپله دنده نشې ترسره کولی.
وسله وال دوي ته د مرگ ژوبلې په هلکه د پوځي دعوو ردوونه کوي.
سیمه کې فعاله د وسله والې ډلې مشر حافظ گل بهادر حکومت ته نیټه ورکړې چې تر د سبا پورې دې هلته عملیات بند کړي.
او د پاکستان د انساني حقوقو کمیشن شمالي وزیرستان کې په موجوده وضعه د اندیښمنۍ څرگندونه کړې ده. د هیومن رائټس اف پاکستان یو مشر شیر محمد خان ویلي د قبائیلي سیمو خلک د خپلو بنیادي حقوق څخه محروم ساتلی شوي دي.
د سیمې اوسیدونکې وايي د موجوده حالاتو او د کرفیو په وجه د خوراکې څښاک د شیانو کموالی رامېنځته شوی دی او خلک ناروغان هسپتالونو ته نشې رسولی.
شمالي وزیرستان د القاعده سره تړې وسله والو ډلو، په خصوصي توگه د حقانې ډلې، مرکز گڼلی کیږي. سیمه کې وخت په وخت بې پائلټه یا ډرون د وسله والو هدفونه په نخښه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG