لاس رسیدونکی لینک

تجزیه کار: په این جي اوز قدغندونونه به پاکستان نور تنها کړي


داخله وزیر چوهدري نثار وویل قبائيلي علاقې او ګلګت بلتستان کې به خارجي این جي اوز حکومت د اجازت بغیر کار نشې کولی او ددې خلاف ورزي کونکو تنظيمونو پر ضد به سخت ګامونه اغستل کيږي

د پاکستان قبائيلي سيمو د غير دولتي تنظيمونود کورنيو چارو وزير چوهدري نثار د هغه وينا غندنه کړې چې پکې غيردولتي تنظيمونه يا اين جي اوز قبائيلي او ځېنې نورو علاقو کې د کار څخه منعې کړی شوي دي.

داخله وزیر د این جي اوز په اړه خبرې اترې اسلام آباد کې سيو دي چلډرن نومي تنظيم دفتر د تړل کیدو ورسته کړې وې. په اداره پاکستان د مفاداتو خلاف د کار کولو الزام لگول شوی وو.

د شورو یا پنجشنبې په ورځ داخله وزارت سیو دي چلډرن دفتر په مشروط توگه د شپږ میاشتو دپاره د بیا پرانستلو احکامات جاري کړل. د ادارې ترجمان سعید احمد سیو دي چلډرن دفتر د بیا پرانستل کیدو تصدیق وکړو. وي او ای ډیوه سره مرکه کې سعید احمد دا خبره رد کړه چې سیو دي چلډرن د پاکستان خلاف کارکوي.

داخله وزیر چوهدري نثار وویل قبائيلي علاقې او ګلګت بلتستان کې به خارجي این جي اوز حکومت د اجازت بغیر کار نشې کولی او ددې خلاف ورزي کونکو تنظيمونو پر ضد به سخت ګامونه اغستل کيږي

په دې خبره د قبائيلي سيمو د غير دولتي تنظيمونو اتحاد مشر زرعلي افريدي وايي قبائيلي علاقې د وړاندې نه د محرومۍ ښکار دي او دې سره به دغه سيمه نوره هم په شا لاړه شي.

" اين جي اوز په قبائيلي سيمو کې د عام اولس بيدارۍ لپاره کار کوي او چي دغه بنديزونه ولګي نو د خلکو د پوهې مخه به ونيول شي او دې سره پيدا کيدونکي خلا به د ترهګرۍ سوچ پوراکړي،" ښاغلي افریدي وویل.

څيړونکي وايي چې داسې قسمه پريکړو سره به پاکستان لا نور د تنهائي ښکار شي. د پيښور انجنئيرنګ پوهنتون استاذ ډاکټر ناصر وایي چي دي سره په هر غير ملکي ته د شک په نظر کتل شروع شي.

" زه خپله استاذ يم نورو هيوادونو ته ځم او بهر هيوادونو نه هم مونږ ته استاذان راځي خو دلته راتلونکي استاذانو ته د دولتي ادارو لخوا د شک په نظر کتل کيږي او که داسې روييو سره ښکاري چي د پاکستاني ټولنه به د تنګ نظرۍ په لار يو قدم نوره هم مخکې لاړه شي،" ښاغلي ناصر وویل.

چوهدري نثار ویلي وو چي هر هغه تنظيم سره به مرسته کۍ چي د عام اولس د ګټو لپاره کار کۍ نه چې هغه تنظيمونه چي د پاکستان بدنامۍ سبب جوړيږي.

XS
SM
MD
LG