لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ :دشپږو ښځو پشمول داين جي او 7استاذان وژل شوي


 تير کال ددسمبر په مياشت کې هم دصوابۍ په ملا گل بهادر سيمه کې ديوې اين جي او دفتر په بارودو الوځول شوى ؤ
تير کال ددسمبر په مياشت کې هم دصوابۍ په ملا گل بهادر سيمه کې ديوې اين جي او دفتر په بارودو الوځول شوى ؤ
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې ديو غيرسرکاري تنظيم يا اين جي او په گاډي نامعلومو کسانو بريد کړى چې پکې لږ ترلږه 7 کسان وژل شوي دي.
دصوابۍ دپوليسو دمشر يا ډي پي او دوينا له مخې دغه پيښه دصوابۍ دوړوکي لاهور په شيرافضل بانډه کې دنهې په ورځ هاغه مهال رامينځته شوې کله چې ديوې اين جي او گاډى دکميونټي سنټر څخه روان ؤ.
هغه وويل په دغه گاډي لاره کې نامعلومو کسانو ناتاره ډزې کړي چې پکې دشپږو ښځينه استاذانو په گډون 7 کسان وژل شوي دي.
دپوليس مشر له مخې دپيښې څخه وروستو په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړل شوي دي.
تر دې مهاله ددغه پيښې پړه کومې ډلې په غاړه نۀ ده اخستې ،خو دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم په اين جي اوز پسې مربوط کارکنان او استاذان دتندلارو له لوري په نخښه کړل شوي دي.
تير کال ددسمبر په مياشت کې هم دصوابۍ په ملا گل بهادر سيمه کې ديوې اين جي او دفتر په بارودو الوځول شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG