لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف: ترهگرۍ دلاسه هیواد د جنگ په حال کې دی


نواز شریف په وار وار د پیښور په ارمې بپلک سکول د طالبانو د حملې ذکر وکړو. هغه وویل حکومت به حمله کې د وژل شوي هر بچې د وینې حساب اخلي

سنیټ یا د پارلیمنټ ایوان بالا کې د پیښور پیښې او ددې ورسته ترهگرۍ خلاف د قامي تگ لارې په موضوع خبرو کې وزیراعظم نواز شریف وویل پاکستان دا وخت ترهگرۍ دلاسه د غیر معمولي حالاتو سره مخ دی او د امن وامان پرځائې کولو دپاره د غیر معمولي اقداماتو ضرورت دی.

"مونږ د جنگ په حالت کې یو،" نواز شریف وویل.

نواز شریف پوښتنه وکړه چې آیا دا غیر معمولي حالات نه دي چې د سکول معصوم بچي په گولو چاڼ کیږي، میندې د بچو په غمونو ککړې کړی شي، عبادتخانې او هوائي اډې محفوظ نه دي او "جنوني دهشت گرد" مذهبي اقلتیونه په نخښه کوي.

وزیراعظم لوظ وکړو چې هیواد کې روانه ترهگري په ختموي.

نواز شریف په وار وار د پیښور په ارمې بپلک سکول د طالبانو د حملې ذکر وکړو. هغه وویل حکومت به حمله کې د وژل شوي هر بچې د وینې حساب اخلي.

د پیښور په سکول طالبانو د حملې ورسته، ترهگرۍ خلاف د قامي تگ لارې په دفاع کې وزیراعظم وویل نیشنل ایکشن پلین حکومت او پارلیمنټ کې موجود نورو سیاسي پارټو په اتفاق تیار کړی دی او د جمهوري عمل نتیجه ده د یو کس یا یواځې د حکومت منصوبه نه ده. هم دغه رنگ هغه د ترهگرۍ په شک کې د نیول شوو کسانو په پوځي عدالتونو کې د مقدمو دفاع وکړه. هغه وویل پوځي عدالتونو کې به د ترهگرۍ مقدمې چلول کیږي.

ترهگرۍ خلاف د قامي ایکشن پلین د عملې کولو او پوځي عدالتونو د قیام دپاره پکار ائیني او قانوني ترامیم به زر کولی شي، نواز شریف وویل.

نواز شریف امید څرگند کړو چې ترهگرۍ خلاف قامي اتفاق به هم دغه رنگ پرځائې وي. هغه وویل که چرې ترهگرۍ خلاف "سخت ترین" اقدامات دا وخت وا نه اخیستلی شول نو ددې مخه نیول به گران شي.

وزیراعظم وویل تندروه ډلې به اوس د وسلې په زور په چا خپله نظریه نشې ورتپلی او غیرقانوني تنظیمونه به اوس په حقیقت کې غیرفعاله وي.

نواز شریف په مطبوعاتو غږ وکړو چې ترهگرۍ خلاف جنگ کې دې د حکومت په طرز عمل تنقید خو کوي خو وسله وال دې د اتلانو په توگه نه پیښ کوي او نه دې ترهگرۍ په وده کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG