لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قامي اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو دترهګرۍ پرضد قامي تګلاره نیوکې کړي


نوید قمر زیاته کړی دیني مدرسو ته د بهر نه راتلونکي مالي مرستو څارنه او د دغو رجسټریشن عمل زر تر زره پوره کول پکار دي
نوید قمر زیاته کړی دیني مدرسو ته د بهر نه راتلونکي مالي مرستو څارنه او د دغو رجسټریشن عمل زر تر زره پوره کول پکار دي

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې نن د بحث په وخت د مخالفه سیاسي ډلو غړو د پاکستان مرکزي حکومت لخوا د ترهګرۍ پرضد جوړ نیشنل ایکشن پلان یا قامي تګلاری په مکمله توګه نه عملي کولو په حکومت سختې نیوکې کړیدي. او په حکومت ېې تور لګولی چې دغه پالیسي عملي کولو کې دوه مخیزه رول لوبوي.

د پاکستان پيپلز پارتۍ نوید قمر په خپله وینا کې په حکومت تور لګولی چې په پنجاب ایالت کې د موجودو تندرو ډلو پرضد کارواېي ولې نه کیږي؟ نوید قمر په هیواد کې موجودو دیني مدرسو د رجسټریشن تر اوسه نه تر سره کیدو باندی هم نیوکې کړیدي. ښاغلي نوید قمر زیاته کړی دیني مدرسو ته د بهر نه راتلونکي مالي مرستو څارنه او د دغو رجسټریشن عمل زر تر زره پوره کول پکار دي.

د قامي وطن پارټۍ مشر او پخواني داخله وزیر افتاب احمد خان شیرپاو په خپلو خبرو کې وېلي د ترهګرۍ مخ نیوي لپاره پکار ده چې به قباېلي سیمو کې اصلاحات اوشي قباېلې سیمی دی د خیبر پښتونخوا برخه شي او د ترهګرۍ پرضد وفاق او صوبو له په ګډه کار پکار دی.د پاکستان تحریک انصاف شیرین مزاري په خپله وینا کې وېلي په هیواد کې اوس هم غیر قانونه ګرځول شوی تندروه ډلی اوس په نوو نومونو فعاله شویدي او په پنجاب کې ېې په تیرو بلدیاتي انتخاباتو کې نه یواځې برخه اغستې ګټی يې هم ترلاسه کړي.

قامي اسمبلۍ ته د وینا په وخت د پاکستان د کورنو چارو وزیر چودهري نثار عليخان بیا وېلي د نیشنل ایکشن پلان لاندی کامیابۍ ترلاسه کړی خو دا خبرداری يې هم ورکړو چې د ترهګرۍ پرضد جنګ لا ختم نه دی. چودهري نثار زیاته کړی په پاکستان کې ېې په ترهګرو زمکه تنګه کړی خو ترهګر لا ختم نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG