لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محرم: پاکستان کې سخت حفاظتي انتظامات،موبائيل سروس بند


چارواکي وايي په لسم محرم به هم په ټول ملک کې سخت امنيتي گامونه په ځايي وي .
چارواکي وايي په لسم محرم به هم په ټول ملک کې سخت امنيتي گامونه په ځايي وي .

پاکستان کې د نهم محرم د ماتمي جلوسونو په مهال سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي ، او د ملک د څلورو واړو صوبو په غټو ښارونو کې د موبائيل سروس بند کړی شوی ، او د موټرسائيکل په غبرگه سورلۍ هم بنديز لگول شوی دی .چارواکي وايي په لسم محرم به هم دغه امنيتي گامونه په ځايي وي .

د راپورونو ترمخه د خېبرپختونخوا صوبې په سر ښار پېښور او ډېره اسماعيل خان کې نن د گل په ورځ د محرم د نهمې د ماتمي جلوسونو په مهال د موبائيل ټيليفون سروس بند کړی شوی ، او د موټرسائيکل په غبرگه سورلۍ بندېز لگول شوی دی . د دې ترڅنگ کوهاټ ، هنگو او ټانک ضلعو په مخصوصو علاقو کې به هم نن او صبا د موبائيل ټيليفون سروس بند وي . او د جلوسونو ختمېدو سره به موبائيل سروس بحال کولی شي .

پېښور کې د نهم محرم د سيکيورټۍ دپاره د پوليس نفري ځايي په ځايي کړی شوې ، او ملېشه به هم د پوليس سره چمتو وي .

د بلوچستان صوبې د چارواکو په وينا د صوبې په حساسه ضلعو کوئټه ، بولان ، مستونگ ، سبي ، نصيراباد ، جعفراباد ، لورالائي او ژوب کې به هم نن او صبا سحر د نهو بجو نه تر شپې نهو بجو پورې موبائيل سروس بند وي .

پلازمينه اسلام اباد او راولپنډۍ ښار کې هم سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي ، پوليس سره د ماتمي جلوسونو د حفاظت دپاره رينجر او پوځ هم چمتو کړی شوی ، او د مرکزي جلوس په لار د موبائيل سروس بند ساتلو دپاره جېمرې لگول شوي دي .

د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور او نورو ښارونو کې هم د موبائيل سروس بند کړی شوی ، او د دوه ورځو دپاره د موټر سائيکل په غبرگه سورولۍ بندېز لگول شوی دی . تېر ماښام په واهگه بارډر د شوي ځانمرگي بريد وروستو چارواکو وئيلي د سيکيورټۍ انتظامات يي لا نور سېوا کړي دي .

د سندهـ صوبې په کراچۍ ، حېدراباد او سکهر ښارونو کې هم موبائيل سروس بند دی ، د کراچۍ په ځينو علاقو کې د تيرې شپې راهسې د موبائيل سروس بند کړی شوی دی . او چارواکي وايي نن په نهم او صبا په لسم محرم به سحر د نهو بجو نه تر د شپې د ۱۰ بجو موبائيل سروس بند وي .

او چارواکي وايي حېدراباد او سکهر کې به سحر د ۱۱ بجو نه د ماښام اووه بجو پورې موبائيل بند وي .

چارواکي وايي کراچۍ کې د مرکزي ماتمي جلوس د حفاظت دپاره د ۲۰ زرو نه زيات پوليس او رېنجر ځايي په ځايي کړی شوي ، او د جلوس په لار د څارنې دپاره نزدې ۱۲۰۰ کېمرې لگول شوي دي ، او ښار کې د امنيت په موخه پوځ هم چمتو کړی شوی دی . د دې ترڅنگ ښار کې د موټر سائيکل په غبرگه سورلۍ او د وسلې په نمائش هم د ۱۴۴ دفعې لاندې بندېز لگول شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG