لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ستړې ستومانه ماما قدیر ژغ به څوک واوري؟


نوموړي د پنجاب لاهور ښار ته نزدې د ټهوکرنیاز بیگ څخه په ټیلې فون وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي تر اوسه يي ٢٥٠٠ کلومیټره پیاده سفر کړی، لومړې د کوټې څخه کراچۍ او بیا له کراچۍ څخه د اسلام اباد په لور روان دی
نوموړي د پنجاب لاهور ښار ته نزدې د ټهوکرنیاز بیگ څخه په ټیلې فون وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي تر اوسه يي ٢٥٠٠ کلومیټره پیاده سفر کړی، لومړې د کوټې څخه کراچۍ او بیا له کراچۍ څخه د اسلام اباد په لور روان دی
په پاکستان کې د سټرې ستومانه ماما قدیر خبرو اوریدو لپاره غوږونه شته او نه هم د هغه څیرې گریوان، چاودلو پښو، لمر وهلې مخ، د سړو او تودو بادونو وهلې وجود کتلو لپاره سترگې شته د ده په وینا هغه میډیا هم نشته چې د هغه درد تر نورو ورسوي.
نوموړي د پنجاب لاهور ښار ته نزدې د ټهوکرنیاز بیگ څخه په ټیلې فون وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي تر اوسه يي ٢٥٠٠ کلومیټره پیاده سفر کړی، لومړې د کوټې څخه کراچۍ او بیا له کراچۍ څخه د اسلام اباد په لور روان دی.
د اسلام اباد په لورې لاریون کې د ماما قدیر قافله لاهور ته رسیدلې ده
د اسلام اباد په لورې لاریون کې د ماما قدیر قافله لاهور ته رسیدلې ده
د بې درکه بلوڅانو لپاره مبازره کونکی ٧٠ کلن ماما قدیر د یو موټې ملگرو سره په دغه احتجاجي لاریون کې غواړي چې د بې درکه بلوڅانو د خپل خپلوانو ژغ د پاکستان "اوده" قام ته ورسوي.
ماما قدیر بلوڅ وايي له کوټې څخه تر لاهور پورې سفر کې چا ورته هرکلی کړې، چا دوسلو په زور د درولو هڅه کړې، چا ورته اتل او چا ورته لیونی ویلي، ځېنويي لاریون ته د ځان مشهورولو هڅه ویلي او ځېنو يي د مخنیوي هڅه کړې.
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان را باندې راشې که بهار
هغه وايي "خو ځما مرام معلوم دی، منزل مې ښکاره دی او دریځ مې څرگند دی چې نور دې بلوڅ اولس نه ځورول کیږي، حقونه دې راکړي، خپلود میندو ژړاگانې نور نه سو ځغملی، خپل د بچیانو سورې سورې بدنونه، خراب سوی مړي نور نسو لیدلی."
که په پاکستان کې زموږ د ژغ اوریدو لپاره غوږونه نشته خو د نړي والو سترگې او غوږونه خلاص دي. هغه وايي ډاډه دی چې مبارزه به يي یوه ورځ بریالۍ سي، ددې څیرې گریوانونو غمگین مخونو او ازار سوې زړونو ژغ به واوریدل شي.
هغه د ستړیا بر سیره په خندا راته وویل "په عمر زوړ یم خو حوصله مې ځوانه ده، هر تیر سوی ساعت ماته نوره انرژي راکوي." هغه وايي حق ورکول کیږي نه بلکه اخېستل غواړي او ما د خپل قام لپاره هم دغه لار خپله کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG