لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې لږګۍ په خپله خوښه د کاندیدانو د انتخاب حق غواړي


د پاکستان بلوچستان ایالت سر ښار کوټه کې د لږګیو اتحاديې یا کونسل په یوه مظاهره کې غوښتي په نوو حلقه بندیو کې دې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې ددوي د غړو شمیره سیوا کړي او دوي ته دې هم د ووټ په لار د خپلو غړو د ټاکنو حق ورکړی شي. په مظاهره کې ګډون کونکو نعرې وهلې ٫٫ په انتخاباتو، د چا په خوښه نه٬٬.

په دغه مظاهره کې ګډون کونکی احتشام وي او ای ډیوه ته وايي پاکستاني لږګۍ د ووټ حق غواړي او زیاتوي ٫٫ په نوې سرشمیرنه کې د لږګیو یا نورو مذهبونو د کسانو ابادي سیوا شوې، مونږ په قامي او صوبایي اسمبلیو کې اضافي سیټونه یا څوکۍ غواړو، او د خپلو غړو په خپل ووټ د ټاکنو حق غواړو.٬٬

د احتشام په وینا په پاکستان کې د نورو مذهبونو خلک د مسلمانانو په شان په خپل ووټ د خپلو غړو انتخاب نه شي کولی او زیات تره د لږکیو په خصوصي سیټونو د سیاسي ګوندونو لخوا کسان ټاکل کیږي.

په دغه مظاهره کې د پاکستان ماېنارټي یونټي غړی عظمت انجم بیا د پاکستان په انتخابي نظام نیوکې کوي او وايي دغه نظام د لږکیو سیاسي وژنه کوي. عظمت انجم زیاتوي ٫٫ مونږ د خپلې خوښې کاندیدان پخپله نه شو انتخاب کولی، او نه په انتخاباتو کې خپله رايې ورکولی شو. د سیاسي ګوندونو لخوا ټاکل شوي کسان اکثره زمونږ دستونزو نه بی خبره وی.٬٬

عظمت انجم وايي په پاکستان کې شوې تازه سر شمیرنه کې د لږکیو ابادي سیوا شوې او پکار ده په قامي او صوبايي اسمبلو کې زمونږ څوکۍ یو په دوه سیوا شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لږکیو ۱۰ خصوصي څوکۍ دي.د کال ۲۰۱۳م د انتخاباتو ترمخه پهپاکستان د لږکیو شمیره نژدې ۳۰ لکه ده، په دغو کې بیا د هندو مذهب سره تعلق لرونکو شمیر ۱۵ لکه دی.

په کوټه کې د لږکیو د غوښتنو نور حال د حمید سمسور نه په لاندیني رپورټ کې واورۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG