لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وفاقي وزیر سره د سعودي د ډرایورۍ اقامه ده


د پاکستان سترې محکمې ددغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم وروسته له هاغې بې واکه کړ کله چې وموندل شوه چې نوموړي د خپلې نوماندۍ پر وخت دا نه و ویلي چې په عربي متحده اماراتو کې د خپل ځوی په کمپنۍ کې د کار کولو اقامه لري
د پاکستان سترې محکمې ددغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم وروسته له هاغې بې واکه کړ کله چې وموندل شوه چې نوموړي د خپلې نوماندۍ پر وخت دا نه و ویلي چې په عربي متحده اماراتو کې د خپل ځوی په کمپنۍ کې د کار کولو اقامه لري

د پاکستان د مواصلاتو له وفاقي وزیر حافظ کریم سره د سعودي عربستان د موټر چلونې (ډرایورۍ) اقامه ده او د جعلي تحصیلي سند (ډیګرۍ) لرلو په تور له پوښتنو سره مخ دی.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال سره هم په بهر کې د کارکولو اجازه (اقامه) موندل شویده.

د وفاقي وزیر حافظ کریم د اقامې کاپي د پاکستان په اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې باندې هم چاپ شویده.

د ورځپاڼې د خبر نه دا نه معلومیږي چې په دغه مسله د وزیر دریځ څه و؟

ددغې اقامې له مخې د پاکستان د وفاق وزیر حافظ کریم کولای شي په سعودي عربستان کې ډرایوري وکړي.

نوموړی وزیر د جعلي تحصیلي ډیګرۍ لرلو په تور د پاکستان د احتساب ملي ادارې یا نب لخوا هم تر پوښتنو ګرویږونو لاندې دی.

د راپورونو له مخې د ښاغلي کریم د څلور کلنې تحصیلې دورې د فراغت سند یا ډیګري چې نوموړي په خپل ښار کې ترلاسه کړې هم جعلي ده.

دغه جعلي ډیګري، ده ته د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د پنجاب د والي رفیق راجوانا لخوا ورکړل شوې وه.

د پاکستان سترې محکمې ددغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم وروسته له هاغې بې واکه کړ کله چې وموندل شوه چې نوموړي د خپلې نوماندۍ پر وخت دا نه و ویلي چې په عربي متحده اماراتو کې د خپل ځوی په کمپنۍ کې د کار کولو اقامه لري.

د پاکستان هایي کورټ اوس د اقامې درلودلو له امله د بهرنیو چارو د وزیر د نا اهله ګرځولو پرسر غور کوي.

د پاکستان د تحریک انصاف مشر بابر عوان پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ګوند به یې په ورته توګه د کورنیو چارو د وزیر دوسیه هم محکمې ته وړاندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG