لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د قانون وزیر زاهد حامد د مستعفي کیدو فېصله کړې ده


په انتخابي حلف نامه یا د انتخابي سوگند په بیان کې د ترمیم خلاف د تحریک لبیبک یارسوالله تنظیم کارکونکو د اسلام آباد سره نژدې په فیض اباد کې ناسته پیل کړه او د قانون وزیر زاهد حامد د مستعفي کیدو غوښتنه یې کوله
په انتخابي حلف نامه یا د انتخابي سوگند په بیان کې د ترمیم خلاف د تحریک لبیبک یارسوالله تنظیم کارکونکو د اسلام آباد سره نژدې په فیض اباد کې ناسته پیل کړه او د قانون وزیر زاهد حامد د مستعفي کیدو غوښتنه یې کوله

د پاکستان د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد فېصله کړې ده چې په فیض اباد کې د مظاهره چیانو په خورولو کې د حکومت د ناکامۍ په وجه به د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړي. دا خبر د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس رپورټ کړی دی.

ورځپاڼه وايي زاهد حامد د پنجاب وزیر اعلا شهباز شریف سره د اتوار، یک شنبې، په ورځ ولیدل او ورته یې وویل چې د موجوده کړکیچ د ختمولو لپاره هغه د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکولو ته تیار دی.

رپورټ وايي د زاهد حامد او شهبازشریف په لیده کاته کې فېصله وشوه چې په اینده ٢۴ گنټو کې به زاهد حامد کابېنې نه د وتلو لپاره وزیراعظم ته خپله استعفا ورکړي.

د پاکستان جیو ټېلي وژن ترمخه د اطلاعاتو وزیرې مملکت مریم اورنگزیب دا خبرونه رد کړي چې گنې زاهد حامد استعفا ورکړې ده. هغه وویل د زاهد حامد د استعفې خبرونه بې بنیاده دي.

په انتخابي حلف نامه یا د انتخابي سوگند په بیان کې د ترمیم خلاف د تحریک لبیبک یارسوالله تنظیم کارکونکو د اسلام آباد سره نژدې په فیض اباد کې ناسته پیل کړه او د قانون وزیر زاهد حامد د مستعفي کیدو غوښتنه یې کوله.

د تحریک احتجاج د تېرو دوو هفتو راهسې جاري و خو د خالي، شنبې، په ورځ د مظاهره چیانو د لرې کولو لپاره قانون نافذ کونکو ادارو عملیات پیل کړل په دې مهال نښتو کې شپږ کسان ووژل شو او گڼ شمیر نور زخمیان دي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې د پوځ مشر، وزیراعظم او نورو اعلا مامورینو غونډه کړې ده او مطبوعات وايي په غونډه کې فیصله شوي چې د مظاهره چیانو خلاف به د طاقت استعمال نه کیږي بلکې د خبرو اترو به د احتجاج کونکو د خوریدو کوښښ کولی شي.

په فیض اباد کې د احتجاج له کبله عام ولس د اسلام اباد او نژدې راولپنډۍ ښار ترمنځ په تگ راتگ کې د مشکلاتو سره مخامخ و. او په فیض اباد کې د احتجاج ترڅنگ په نورو ښارونو کې هم د تحریک لبیک یا رسول الله حمایانو مظاهرې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG