لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لویه مسله دویم واده او که ترهگري؟


 دپاکستان لویه مسله دویم واده او که ترهگري؟
دپاکستان لویه مسله دویم واده او که ترهگري؟
پاکستان که یوه عجوبه نه وي نو هم دغه هیواد د عجیبه پیښو نه خالي هم نه دی. په ورستیو کې یوه بله رامنځته شوه. د جمیعت علما اسلام (ف) د قامي اسمبلۍ غړی او د اسلامي نظریاتي کاونسل مشر مولانا محمد خان شیراني وايي کونسل يي پریکړه کړې د قامي اسمبلۍ د منظور شوي قانون چې په کم عمرۍ کې په ودونو بندیز لگوي غیر اسلامي او غیر شرعي دی.
د پاکستاني قانون له مخي باید د واده په وخت د هلک عمر د ١٨ کاله او د جینۍ عمر د ١٦ کاله نه کم نه وي. خو د کاونسل سپارښتنې د حکومت نه غوښتنه کوي دغه قانون دې ختم کړي. ددغې غوښتنې په ځواب کې د کونسل لخوا هیڅ داسې دلیل نه دی رامنځته شوی چې د اسلامي نظریاتي کاونسل په نظر د واده لپاره د عمر حد څه کیږدي.
فقط دا ویل چې بلوغت ته رسیدل د واده لپاره پوره دي، هم يي ځنې دیني عالمان، قانون پوهان، د مدني ټولنو کارکونکې او ځنې پارلیماني غړي راپارولي او دې غوښتنو ته سخت غبرگون ښايي.
د اسلامي نظریاتي کونسل سفارشات د قانون حېثیت نه لري او نه حکومت په دې پابند دی چې ددغه سفارشاتو په ځواب کې د پارلیمان جوړ شوی قانون لمنځه یوسي. خو داسې وړاندیزونه په ټولنه کې ناستو تندلارو ته د زغم پرضد بارود ورکوي.
د نظریاتي کاونسل یوه بله پریکړه که چرې یو سړی دویم واده غواړي پابند نه دی چې د وړمبۍ ښځې نه اجازت واخلي. داسپارښتنه هم د ائین پرضد ده. د پاکستان د پارلیمان منظور شوی قانون دا لازمي گرځوي چې سړی به د دویم واده لپاره د وړمبنۍ ښځې نه لیکل شوي اجازت نامه اخلي.
د اسلامي نظریاتي کاونسل دغه فیصلې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې بیا میدان ته کړې دي او وايي دغه پریکړه د ښځو د حقونو د لوټلو یوه بله هڅه ده.
شیعه مسلمان هیواد ایران تیر کال اکتوبر کې د پارلیمان نه یو داسې قانون منظور کړی چې یو پلار خپله غیږ اخېستې لور چې عمر يي ١٣ کالو ته رسیدلی وي، خپل نکاح کې اخېستی شي. په ایران کې د واده د پاره د هلک عمر ١٥ کاله او د جینۍ عمر ١٣ کاله ایښودی شوی دی. د ایران د مذهب پلوه حکومتونو فیصلې ددغه هیواد ازاد خیاله او د بشري حقونو د پاره کارکونکې په مستقیمه توگه د یو داسې مشکل سره مخامخ کړې چې نه د مذهب په ضد ښکاره مخالفت کولی شي او نه خاموش پاتې کیدی شي.
د ایران د بشري حقونو دپاره کارکونکې وايي د ایراني پارلیمان دغه فیصله نه یواځې د کم عمره ځوانانو او په خصوصي توگه د جینکو سره جنسي زیاتی قانوني کوي بلکه دا به د ایراني روایاتو او کلتور په ضد یو گام هم وي.
د پاکستان د اسلامي نظریاتي کاونسل د سفارشاتو او د ایران د پارلیمان د منظور شوي قانون پرتله د سعودي عرب حکومت د قانون یوه مسوده تیاره کړې ده او که چرې دغه قانون منظور شي نو په سعودي عرب کې به د واده قانوني عمر ١٨ کاله وي او د واده په وخت به ددواړو، هلک او جینۍ، خوښه منل کیږي نه چې څه بل څه. څیړونکې وايي سعودي عرب هم دغه فیصله پس له هغه پاڅون چې په نړۍ کې د عرب سپرنگ په نوم پیژندل شوی د رامنځته کیدو نه ورسته کړې.
د پاکستان په صورتحال نظر لرونکې گوته په خوله دي چې ولې اسلامي نظریاتي کاونسل فقط د دویم واده په حال کې د وړمبۍ ښځې نا د اجازت نه غوښتل او د کم عمره هلکانو جینکو د واده د جوړولو غوښتنه وکړه خو په ملک کې د روانې ترهگرۍ، سماجي او ټولنیز زور زیاتې او د بشري حقونو د پائیمالۍ غوندې سنگینو مسلو ته يي نظر نه ځي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG