د پاکستان فوج او د پولیس عسکرو د پیښور، مردان او صوابۍ ضلعو په مختلفو برخو کې د کاروائي په نتیجه کې ٨٥ مشکوک وسله وال نیولې دي چې پکې د مامورینو د وینا ترمخه د بم جوړولو ماهرین هم شامل دي.
په مردان کې د امنیتي ځواکونو ترجمان فرمان خان ویلي نیول شوي کسان د هغه په وینا د ترهگرو سهولت کاران دي او پکې د دیسې بمونو جوړونکي هم شامل دي.
عرفان خان وویل پولیس او فوجي عسکرو د پیښور، مردان او صوابۍ ضلعو په کاټلنگ، گړیاله، جوړه، شهباز گړهې، جلاله او خرکي سیمو کې د مشکوک وسله والو خلاف کاروائي کړې ده.
مامورینو په نیول کسانو الزام لگولی چې په افغانستان کې يي د ترهگرۍ تربیه ترلاسه کړې ده خو افغان مامورین دا خبره ردوي چې گني پاکستان کې د ترهگرۍ حملې د افغانستان د خاورې نه ترسره کیږي.
نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین په رپورټ کې اوریدی شئ: