لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ازادۍ د ورځ په مناسبت د ملاله یوسفزۍ د امبارکۍ پیغام


په ټویټر د ملاله یوسفزۍ د پیغام عکس
په ټویټر د ملاله یوسفزۍ د پیغام عکس

د څوارلسم اگست د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت د سوات نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ په ټویټر د مبارکۍ پیغام خور کړی دی.

"پاکستاني وروڼو او خویندو د ازادۍ ورځ مو مبارک شه،" ملاله وویل او زیاته يي کړه "راځې چې د تعلیم او میرمنو ته د واک اختیار ورکولو دلارې خپل عظیم قام نور هم بهتر کړو."

په سوات کې د طالبانو په وخت ملاله میرمنو د تعلیم او حقونو دپاره غږ پورته کړو او په دې موضوع يي مطبوعاتو ته لیکل کول.

ددغه کوښښو په سر ملاله نه یواځې په نړي واله کچه شهرت ترلاسه کړو بلکه کې په کال ٢٠١۴ کې ورته د نوبل امن انعام هم ورکړی شو.

په کال ٢٠١٢ کې د ملاله غږ خاموشه کولو دپاره طالبانو په هغې په داسې مهال حمله وکړه چې هغه په سوات کې د خپلو ملگرو سره سکول نه کور ته روانه وه. ملاله او د هغې دوه ملگري په ډزو زخمیاني شوې.

ملاله د کال ١٩٩٧ د جولايي د میاشت په ١٢مه نیټه په سوات کې زیږیدلې ده. هم په دې مناسبت ملگرو ملتونو د جولايي ١٢ مه نیټه "ملاله ډی" یعنې د ملاله ورځ مقرر کړې ده.

د نوبل انعام ترلاسه کولو ورسته ملاله د خپلې زیږیدنې ورځ د نړۍ په مختلفو برخو کې د سختو حالاتو سره مخامخ جینکو سره تیره کړې ده. په کال ٢٠١٥ کې هغې د خپل پیدایش ١٨ م کال ورځ په لبنان کې د شام د کډوالو جینکو سره تیره کړه او هلته يي د یو سکول پرانسته وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG