لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله پیغام په دنیا قدرمن خو په پاکستان بې قدره


کارپوهان وايي په پاکستان ښې اړخیزه مفکورې د تعلیم او ازاد سوچ لپاره لارې تړلې دي. ریاست خپلې گټي په مذهبي سوچ کې ویني او روښان فکره خلکو ته نه یوازې د شک په نظر کتنه کوي بلکه دا چې د خپلو ښي اړخیزه پلویانو دلاري يي مخه هم نیسي
کارپوهان وايي په پاکستان ښې اړخیزه مفکورې د تعلیم او ازاد سوچ لپاره لارې تړلې دي. ریاست خپلې گټي په مذهبي سوچ کې ویني او روښان فکره خلکو ته نه یوازې د شک په نظر کتنه کوي بلکه دا چې د خپلو ښي اړخیزه پلویانو دلاري يي مخه هم نیسي

د زیږیدنې د اتلسم کال په موقع نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ لبنان کې د شام مهاجرو جینکو دپاره سکول پرانستلو او وې ویل "زه فخر محسوسوم چې د زیږیدنې اتلسمه ورځ د شام بهادرو جینکو سره نمانځم."

"په دې ورځ ځما ددې هیواد، ددې سېمې او د نړۍ مشرانو دپاره پیغام دی چې تاسو د شام خلکو ته ناکامه شوي يي، په خصوصي توگه د شام ماشومانو ته تاسو ناکامه شوي يي،" ملاله وویل.

د ملاله سوات وادۍ نه تر لبنان بکه پورې سفر

ملاله د ١١ کالو وه چې د سکول د یوې طالب علمې په حېث به يي سوات کې د حالاتو په اړه ډائري لیکله. په گرده نړۍ کې د تعلیم لپاره غږ اوچتونکې د ځلنده ستورې دغه حیثیت يي د خپل سر په قیمت گټلی دی. سوات کې کال ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کې د وسله والو طالبانو د تشدد او تندورۍ پرضد یوازینی غږ وو چې میدان يي گټلی. په کال ٢٠١٢ کې طالب وسله والو ملاله په سر ویشته ولې هغه بچ شوه او دغه تیرو لرې کولو لپاره د رڼا خپل پیغام نن ټولې دنیا ته رسولی. د ملاله کتاب ايي ایم ملاله د نړۍ په گوټ گوټ کې د تعلیم نه محرومه خلکو ته اوښودله چې د ملاله او د دوي قیصه یوه ده.

ملاله پاکستان او نړۍ ته څه وايي؟

د ملاله پیغام که په سوات کې وو، که په اوسلو کې وو او که نن په بکه وادۍ کې وو، هغه واضحه، گټه ور او ړزه پورې دی. ملاله وايي یو ماشوم، یو قلم، یو کتاب او یو استاز ټوله نړۍ بدلولی شي. ملاله د هر څه اول پخپله ټولې نړۍ ته وښودل او بیا يي پرې د عمل کولو لپاره غږ کړې دی. ملاله د نړۍ په مشرانو په اوسلو کې څو ورځې وړاندې غږ کړی چې د دفاع اته ورځو خرڅ دې تعلیم لپاره بیل کړي. ملاله وايي د نړۍ مشران دې ټول ماشومان خپل بچي وگڼي او تر ١٢ کالو پورې تعلیم دي ویړیا کړي.

د ملاله پیغام په پاکستان کې ولې نه اوریدلی کیږي

کارپوهان وايي په پاکستان ښې اړخیزه مفکورې د تعلیم او ازاد سوچ لپاره لارې تړلې دي. ریاست خپلې گټي په مذهبي سوچ کې ویني او روښان فکره خلکو ته نه یوازې د شک په نظر کتنه کوي بلکه دا چې د خپلو ښي اړخیزه پلویانو دلاري يي مخه هم نیسي. هم دغه وجه ده چې د ملاله کتاب او د هغې د سوچ په پاکستان کې دومره ستائنه وو نشوه څومره چې هغه نړۍ خپله کړه. د پښتنو په سیمه کې تندروان سکولونه به بمونو تباه کوي او د پښتون قام بچي د پوهې نه محرومه کوي. څیړنکاران وايي که چرې د ملاله دغه د خپلې خاورې راپورته شوی پیغام وا نوریدلی شو نو پښتانه به څنگه دغه تیارو نه وځي.

د ملاله سالگره او بکه کې د جینکو سکول

د ملاله ډی په مناسبت، د نړۍ په گوټ گوټ کې خلکو د ملاله فنډ د بکس ناټ بلټس کیمپین کې برخه واخیسته چې د جینکو تعلیم اهمیت په ډاگه کړی شي.

د ملاله فنډ لخوا جاري شوی بیان وايي د لبنان بکه وادۍ کې ملاله یوسفزۍ ال گرلز سکول به شام نه هجرت کونکو ٢٠٠ جینکو ته د تعلیم سهولت ورکوي.

دریمې سالانه ملاله ورځ په موقع، ملاله فنډ د اردن په ارزق کیمپ کې د جینکو سکول سره مرستې دپاره ٢٥٠٠٠٠ ډالرې مالي امداد یونیسف او یواین ایچ سې ار ته ورکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG