لاس رسیدونکی لینک

ملاله اردن کې د شام مهاجرینو ماشومانو سره لیدلې دي


یوه ورځ وړاندې ملاله د کډوالو زتاري کېمپ دروه وکړه. هغې د تعلیم په اهمیت زور واچوو او وې ویل "دا حقیقت دې که چرې مونږ د روان اړي گړي له امله ددي ماشومانو تعلیم ته توجه ونه کړه نو ائنده کې دوي هم پرتشدد کیدی شي نو ځکه مونږ ته پکار دي چې د ملگرتیا په ماحول کې ورسره د مینې سلوک وکړو چې سبا ترې ښه انسان جوړشي او د ټولنې دپاره ښه وي."
ملاله یوسفزۍ د شورو په ورځ د شام مهاجرینو سره د امان د مناره سینټر فار سوشل ډویلپمنټ یا د سماجي پرمختگ مرکز کې ولیدل.
دغه مرکز کې د شپږو نه تر د ١٧کلونو پورې د شام مهاجرین په محفوظ ماحول کې د نورو مشانو سره د ماسپخین په وخت راغونډیږي.
ملاله د خپل پلار سره وه. مرکز کې موجودو ماشومانو په سندرو او اتڼ د ملاله هرکلی وکړو او د هغې کیسې او پیغام ته يي غوږ ونیو.
په دې موقع ملاله وویل "دنیا ته ځما پیغام دی چې دې په سنجیدگۍ وگوري، دوې باید چې خاموش پاتې نشې ځکه چې دا ماشومان زمونږ مدد ته اړتیا لري. که چرې مونږي دوي هیر کړو او او وایو چې زمونږ نه لرې دي، په مونږ څه اثر نشې غورځولی نو دا صحیح نه ده ځکه چې مونږ د جنگ خوریدل نه نشې ودرولی. که مونږ ترهگري ودردوو نه دا به خوریږي او دا هر څوک متاثره کوي."
یوه ورځ وړاندې ملاله د کډوالو زتاري کېمپ دروه وکړه. هغې د تعلیم په اهمیت زور واچوو او وې ویل "دا حقیقت دې که چرې مونږ د روان اړي گړي له امله ددي ماشومانو تعلیم ته توجه ونه کړه نو ائنده کې دوي هم پرتشدد کیدی شي نو ځکه مونږ ته پکار دي چې د ملگرتیا په ماحول کې ورسره د مینې سلوک وکړو چې سبا ترې ښه انسان جوړشي او د ټولنې دپاره ښه وي."
جینکو د تعلیم د پاره خپل غږ پورته کولو په سر ملاله د کال ٢٠١٢ د اکتوبر په میاشت کې طالبانو ویشتلې وه. د برطانيي په یو هسپتال کې د څو میاشتو تیرولو ورستو راهسې ملاله خپل هلې ځلې جاري ساتلې دي.
کال ٢٠١٣ کې پرمخته تلونکو هیوادونو کې د جینکو تعلیم ته وده ورکولو دپاره ملاله فنډ قائم کړی شو. ملاله فنډ به اردن کې د شام د مهاجرو ماشومانو د مرستې دپاره یوه منصوبه شورو کوي.
د شام د دوه میلینه مهاجرین لبنان، ترکي، اردن او عراق ته تللې دي. ملگرې ملتونه وايي شپرنیم لکه د شام مهاجرین دا وخت اردن کې ژوند کوي او شمیره يي نوره هم د زیاتیدو امکان دی.
XS
SM
MD
LG