لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاهور چاؤدنه به د پښتنو ستونزې سیوا کړي؟


د فرورۍ په میاشت کې د ردالفساد عملياتو پیل کیدو وروستو په خصوصي توګه پنجاب صوبه کې د پښتنو دنيو لو لړۍ پیل شوې او د پوليس لخوا اعلانونه شوي چې څوک د څیرې نه پښتون افغان ښکاري پوليس دې پرې خبر کړی شي او پښتنو ته د ځان رجسټرډ کولو هم ويل شوي وو
د فرورۍ په میاشت کې د ردالفساد عملياتو پیل کیدو وروستو په خصوصي توګه پنجاب صوبه کې د پښتنو دنيو لو لړۍ پیل شوې او د پوليس لخوا اعلانونه شوي چې څوک د څیرې نه پښتون افغان ښکاري پوليس دې پرې خبر کړی شي او پښتنو ته د ځان رجسټرډ کولو هم ويل شوي وو

آیا په لاهور کې د ترهگرۍ تازه پیښه پښتنو دپاره بیا مشکلات را ولاړوی شي؟ څيړونکي يي په هایو ځواب وایي.

د شورو، پنجشنبې، په ورځ په لاهور کې د طالبانو حمله په پنجاب او په خصوصي توګه لاهور ښار کې پښتنو ته ستونزې پیدا کولی شي او د هغوي د زورول کیدو روانه لړۍ کې شدت پیدا کولی شي، څیړونکي وايي.

د لاهور د بريد زمه واري د پاکستاني طالبانو ډلې "تحريک طالبان پاکستان" منلې ده.

خبريال او څيړونکی طاهرخان وايي په لاهورکې د ترسره شوي بريد وروستو دا اندېښنه موجوده ده چې پښتنو ته مسلې جوړې شي، ځکه چې" پاکستان کې چې اوس څه روان دي د تشدد پیښې يا ترهګر بريدونه چې عام خلک پکې وژل کيږي هغه ټولې اوس د پښتنو سره تړل کیږي او د دې تازه پیښې اثر به هم په پښتنو کیږي".

نوموړی زياتوي دا يو سوچ جوړ شوی دی په پاکستان کې چې ترهګري يې په پښتنو پورې تړلې ده باوجود د دې چې"کوم خلک ترهګري په پښتنو پورې تړي هغوي په خپله دا خبره کوي چې ترهګري يا ترهګر کومه خاص علاقه نه لري د کوم خاص قوميت سره تعلق نه لري".

د طاهرخان په وينا په دغه سوچ کې يوه خبره دا هم شامله ده "چې يو خو په ملک کې دغه رنګ پېښو ته يواځې په پنجاب کې ارزښت ورکړی کيږي او بدل يې بيا د پښتنو نه اخستی کيږي بايد چې دغه سوچ بدل شي".

څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي د فرورۍ په میاشت کې د لاهور په مال روډ د ترسره شوي بريد او بيا د ردالفساد عملياتو وروستو پنجاب او په خصوصي توګه لاهورکې پښتانه زورول شوي "او که اوس هم ددې بريد زمه واري چا د قبايلي سیمو يا خیبرپښتونخوا نه ومنله يا يې کړۍ د دغو سيمو سر وتړل شوه نو پنجاب کې بيا پښتنو ته مسلې سیوا کیدی شي".

خبريال ضياالرحمان هم وايي تیر وخت ته په کتو اوس به په پنجاب کې د پښتنو زورولو لړۍ سیوا شي، ځکه چې "د پنجاب حکومت وايي چې د دې برید زمه واري د پښتنو علاقو لکه د باجوړ يا مومندو سره تعلق لرونکو کسانو چې د مختلفو ډلو مشري کوي هغوي قبوله کړي ځکه بيا په پنجاب کې د هغو علاقو سره لرونکو خلکو له زور ورکول کیږي".

هغه وايي د پنجاب صوبې دغه عمل په خلکو کې د کرکې سبب ګرځي.

د فرورۍ په میاشت کې د ردالفساد عملياتو پیل کیدو وروستو په خصوصي توګه پنجاب صوبه کې د پښتنو دنيو لو لړۍ پیل شوې او د پوليس لخوا اعلانونه شوي چې څوک د څیرې نه پښتون افغان ښکاري پوليس دې پرې خبر کړی شي او پښتنو ته د ځان رجسټرډ کولو هم ويل شوي وو.

پښتنو د پنجاب حکومت په دغه رويه سخت غبرګون ښکاره کړی او ردالفساد عملیات يې د ردالپښتون په نوم ياد کړي چې دا د پښتنو په ضد پیل کړی شوي دي.

وروستو د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د پنجاب په دغه عمل قرارداد منظور کړی او بيا د پنجاب صوبې اعلا وزيرشهبازشريف ویلي پښتانه يې وروڼه دي او ظلم زياتی به ورسره نه کيږي.

د پنجاب صوبې د قانون وزير راناثناالله د لاهور په بيديا روډ باندې د سرشمېرنې په عمله ترسره شوي بريد وروستو ویلي دا د ترهګرۍ پېښه ده او د دغه ډول ترهګرۍ منصوبې د افغانستان په ننګرهار او کونړ سيمو کې جوړيږي.

ضياالرحمان وايي "دا د ادارو ناکامي ده، ولې دوي اوده دي چې د دومره لرې نه سړی راځي او په لاهور کې داسې کار کوي دوي څه کوي".

د لاهور په بيديا روډ باندې نن د شورو/پنجشنبې په ورځ د سرشمیرنې د عملې په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې پکې د څلوور عسکرو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د ۱۹ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

د فرورۍ په میاشت کې لاهور او بيا د سندهـ صوبې په لعل شهباز قلندر مزار باندې د برید وروستو پاکستان د افغانستان سره د ۳۲ ورځو پورې ټولې لارې تړلې او اوس چارواکي وايي افغانستان سره په پوله يې د ازغن تار په لګولو کار پېل کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG