لاس رسیدونکی لینک

د ډېنېل پرل د وژنې په کېس کې عدالت يو ملزم بري کړی


ډېنېل پرل د امريکې د وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرل د سويلي ايشيا خبريال ؤ ، او د کال ۲۰۰۲م د جنورۍ د مياشتې په ۲۳نېټه کراچۍ کې بې درکه شوی ؤ .

د پاکستان سندهـ صوبې په دوهم غټ ښار حېدراباد کې د ترهگرۍ د مخ نيوي يو عدالت د امريکايي وژل شوي خبريال ډېنېل پرل د تښتول کېدواو وژنې په تور کې نيول شوی ملزم قاري هاشم په دغې کېس کې بري کړی دی .

په حېدراباد کې د ترهگرۍ د مخ نيوي د عدالت جج عبدالغفور مېمن د جمعې په ورځ دغه فېصله اورولې ، چې قاري هاشم باندې د ډېنېل پرل د وژنې او تښتول کېدو په کېس کې کوم گواه او ثبوت عدالت ته نه دی وړاندې کړی شوی ، او په کېس کې يي د هغه د بري کېدو امر کړی دی .

د ډېنېل پرل په کېس کې د بري شوي ملزم وکيل شېرمحمد لغاري وائس اف امريکا ډېوه ريډيو سره خبرو کې د دغې فېصلې په اړه ووئيل ، قاري هاشم په دغې کېس کې په کال ۲۰۰۵م کې د اگست په مياشت کې نيول شوی ؤ ، خو په هغه باندې کوم گواه او ثبوت عدالت ته نه دی وړاندې کړی شوی .

هغه ووئيل ما عدالت ته خواست کړی ؤ ، چې په هاشم کوم گواه نشتی ، هغه دې بري کړی شي . عدالت هغه نن بري کړو او د هغه د خوشي کولو امر يي جاري کړی دی .

ډېنېل پرل د امريکې د وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرل د سويلي ايشيا خبريال ؤ ، او د کال ۲۰۰۲م د جنورۍ د مياشتې په ۲۳نېټه کراچۍ کې بې درکه شوی ؤ ، او نزدې يوه مياشت وروستو پاکستاني چارواکو وئيلي ؤ ، چې د ډېنېل پرل د وژل کېدو ويډيو ورته مېلاؤ شوې ده .

د امريکايي خبريال د تښتول کېدو او وژنې په کېس کې د څلورو کسانو احمد عمر شېخ ، فهدنسيم ، سلمان ثاقب او شېخ عادل په ضد مقدمه درج شوې وه ، او وروستو عدالت په دغې کې احمدعمرشېخ ته د مرگ سزا ، او د هغه نورو درې واړو ملگرو ته د عمر بند سره د جرمانې سزا هم اورولې وه .

د راپورونو ترمخه د قاري هاشم په گډون په دغې کېس کې نور شپږ کسان هم شامل کړی شوي وو، او هغه مفروران گرځول شوي وو . راپورونه وايي په مفرورانو کې قاري هاشم په کال ۲۰۰۵م د پنجاب صوبې څخه نيول شوی ؤ . څوک چې نن عدالت بري کړو .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG