لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غنمو نه به خمبه څنګه ډکوﺉ؟


زمیندارو له پکار دي چې تخم په پټي کې د ویشتو په ځاېې د مشېن سره اوکري
زمیندارو له پکار دي چې تخم په پټي کې د ویشتو په ځاېې د مشېن سره اوکري

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کال په سر د ۳۳لکه ټنو نه تر ۴۰ لکه ټنو پوری غله خوړل کیږي. په دغو کې زیاتره برخه د غنمو ده. خو په صوبه کې د غنمو پېداوار نزدې ۱۳لکه ټنه دی. د غنمو نور کمی د پنجاب یا د هیواد د نورو برخو نه په ورغلو غنمو پوره کیږي. زرعي څېړونکي وايي که د غنمو کروندهګر ځېني زرعي مشورې او نوې طور طریقې خپلې کړي نو د صوبې د غنمو پېداوار نزدې ۲۰ لکه ټنو ته رسېدې شي.

زرعي څېړونکي په پښتونخوا کې د غنمو د یو اېکړ پېداوار ۱۹ منو پورې ښاېي . د دې په مقابله کې ګاونډي هیوادهندوستان کې د یو ایکړ نه د غنمو پېداوار د ۳۵-۴۰ منو پوری اخستې شي. په پښتونخوا کې په نهري او للمو یا باراني زمکو د غنمو کر د ۲۵م اکتوبر نه تر لوړمي نومبر پورې غوره وخت ګڼل کېږي.خو ځېنې زمکې داسې هم دي چې دا وختې د ګنو لاندې دي او چې کله د هغې نه اوزګارې شي نو بیا به غنمو له تیارېږي چې د مناسب وخت نه به دوه یا دری میاشتې وروستو د کر لپاره برابریږي.

که کروندهګر غواړي چې دوي هم د ایکړ په سر د غنمو پېداوار دوه وارې زیات کړي نو بیا به یو څو اهم مشورو ته پام ورګرځوي.

لومړی ـ د غنمو کر په مشېنرۍ :

زمیندارو له پکار دي چې تخم په پټي کې د ویشتو په ځاېې د مشېن سره اوکري. چې مشېن په خاص تعداد کې تخم د یو بل نه په فاصله کې اوکري. د یو اېکړ په سر یوه بورې ډي ـ اې ـ پي او دوه بورې یوریا استعمال کړي. چې په هغې کې نېمه بورې ډي ـ اې ـ پي د پټي جوړولو په دوران کې او نیمه د دویم اوبه خور سره استعمال کړي. یوه بورې یوریا د غنمو د دانې د کر سره او دوېمه د بمبل ویستلو په وخت استعمال شي نو زیاته به ښه وي.د زرعي ماهرینو په وینا په مناسب وخت باندی په یو ایکړ زمکه ۵۰ کلو تخم اچول پکار دي. او که چری د ګنو نه اوزګاره شوې زمکه باندی غنم کرل وي نو بیا ۶۰ کلو تخم اچول ضروري دي. چې خه پېداوار تر لاسه کړي.

دویم ـ د تخم پېژندګلو:

د نهري زمکو لپاره د تخم پېژندګلو :

د خېبر پښتونخوا ۵۰ فېصده زمکه نهري ده . پدغه زمکو کروندګرو له پکار ده چې د خپلې علاقې لپاره مناسب تخم استعمال کړي. (پېر سباق ۲۰۱۳) چې د پېداوار ډیر مڼړنې تخم دی خو بیا هم د هری علاقې موسم او خاوره جدا وي. کروندهګر کولې شي چې د خپلې علاقې ضلعي زرعي افسر نه مشوره واخلي ځکه چې هغوي هر کال د مختلفو تخمونو پېداوار باندی نظر ساتي.

للمیزو زمکو لپاره د تخم پېژندګلو:

د للمو زمیندار یا کروندهګر د باران په طمه وي. د اکتوبر په میاشت کې چې کله باران اوشي او د پټي وتر راشي نو دوي د غنمو کر شورو کړي. که باران اوځنډیږي نو د دوي د غنمو کر ورسره هم وروستو کیږي. روان کال په خیبر پښتونخوا کې بارانونه په وخت شویدي نو زمیندار کولې شي چې د نومبر د لومړۍ نېټې نه وړاندې خپل د غنمو کر سر ته اورسوي. د للمو زمکو لپاره مناسب تخم (شاهکار ۲۰۱۳) دی. دا تخم سي ـ سي- آر- آېي پېر سباق په خاصه توګه د للمو لپاره تیار کړیدی. چې د موسم په سختو حالاتو کې یعنې په سخته ګرمۍ او د باران د کمي په وخت د غنمو په بوټو سپېن پشم جوړ شي چې هغه د بوټي نه د اوبو خارېجیدل اودروي. چې دغه شان فصل ته د اوبو کمې نه جوړیږي.

دلته دا خبره مهمه ده چې د هر ایجاد شوي تخم عمر لس کاله وي. چې بیا په دی مختلف قسم مرضونه راتلې شي. نو دی ته هم پام ضروري دی چې داسې قسم تخم استعمال شي چې د مرض خطره ېي کمه وي او پېداوار ېې زیات وي.

دریم ـ د ګنده بوټو مخنیوی:

د غنمو زیات پیداوار له پکار ده چې فصل د گنده بوټو نه پاک وي
د غنمو زیات پیداوار له پکار ده چې فصل د گنده بوټو نه پاک وي

کروندګر د خپلو پټو نه د ګنده بوټو لری کولو دا کار خپل عادت جوړ کړي نو ددوي پېداوار کې اضافه کیدې شي. زرعي ماهرېن واېي چې هر کال ګنده بوټي د غنمو پېداوار کې دیرش فېصده کمې کوي. د پنجاب کروندهګر د ګنده بوټو مخ نیوې کوي خو په پښتونخوا کې پری کرونده ګر ډیر خیال نه کوي. ددی ګنده بوټو مثال د نابللي مېلمه په شان وي. چې په تیاره راشي او تیاره ډوډۍ درنه کمه کړي. دا ګنده بوټي د اصل فصل نه یوریا او ډي ـ اې ـ پي خوري. او دغه وجه ده چې د غنمو فصل کمزورې وي او پېداوار ېي کم وي. ماهرین واېی دغه ګنده بوټي د تخم جوړولو نه مخکې د لاس سره ختمول ډیر ګټه ور دي. که چری ګنده بوټی په شمیر کې زیات وي نو د مختلفو زرعي دوایانو سره ددی مخ نېوې هم لازمي ګڼل کیږي. چې په هغې کې غوره دوایانې (بېکټرال ایم) او (لوګران)د غټو پاڼو ګنده بوټو لپاره او د نرو پاڼو ګنده بوټو لپاره (پوما سپر) استعمالولې شي. په بازار کې د ګنده بوټو مخنیوي لپاره نوری دوایانې هم شته خو یو زرعي افسر په دغه لړ ستاسو خه رهنماېي کولې شي.

هر کال پښتونخوا کې ۷۵۰۰۰۰ یا اووه نیم لکه هېکټر زمکه باندی غنم کرل کیږي. او د زراعتو اداره هلې ځلې کوي چې پدی کې اضافه اوکړي نوری زمکې هوارې کړي. او دغه شان تېزۍ سره سوا کیدونکې انساني ابادۍ لپاره د خوراک حاجت پوره کړي.

د غنمو د ښو تخمونو نومونه په دی فهرست کې کتلې شۍ.

للمېزو زمکو لپاره

نهري زمکو لپاره

صحر (پنجاب)

پېرسباق ۲۰۱۰

شفق

پېر سباق ۲۰۱۱

عقاب

پېر سباق ۲۰۱۳

بختور

کې ـ ټي ۲۰۱۳

شاهکار ۲۰۱۳

سِرن

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG