لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د "یا قربان" په نوم د ټپو مقابله


د پښتنو په هحجرو کې ټپه اکثر د رباب سره په محفلونو کې ویل کیږي
د پښتنو په هحجرو کې ټپه اکثر د رباب سره په محفلونو کې ویل کیږي

د خیبر پښتونخوا حکومت د ثقافت د څانگې یو چارواکې وي او ای ډیوه ته ویلي ځوان کول ټپې سره متعارف کولو دپاره محکمې د "یاقربان" په نوم د ټپو د مقابلو انتظام کړې دی.

عادل سعید ویلي دغه مقابله به د صوبې په ووه ډویژنونو کې د محرم نه ورسته کولی شي. هغه وايي د مقابلې یو مقصد د پښتنو د نوي نسل ټپې سره پیژندگلو کول هم دي.

ټپه د پښتو شاعرۍ او موسیقۍ ډیر قدیم صنف دی. ټپه په هر موضوع او په هر وخت ویل شوې ده. په ځېنې موقعو خو ټپه هم په هغه وخت سمدستي یا فې البدیح او ویل شي، ټپه د زمان او مکان او نه د یو مخصوص خالق محتاجه ده. نو ځکه ویل کیږي چې ټپه د هر چا ده خو هیڅ چا نه ده.

که څه هم ټپه لنډه وي خو پکې د ژوند هر رنگ او د هرقسمه جدباتو اظهار په ډیر بې ساختگۍ کیږي.

لکه د گیلې دا اظهار:

اول دې وې چې رامېئن شه

اوس راته وايي زړگی صبر کا میئنه

او په کلې وال ماحول کې د مینې دا رنگ:

یار مې په پورې شا کې لو کړي

کمتره نه یم چې پرې چتر کړم څانگونه

او په ټپه کې دا بل رومانو رنگ:

یار مې په بام باندې اوده دی

د لاس بنگړي پرې شړنگوم چې راویښ شینه

د پښتنو د کور، ژوند ژواک په دې ټپه څرگند ښکاري:

نیستي پیغور نه دی جانانه

زه په چرگ بانگ میچینه ستا دپاره کړمه

د نصیب نه گیله:

نصیب تقدیر ته گناه نیشته

بخت چې کوټه شي باچایان تل ټکرې خوري نه

او د "یا قربان" مقابلې په اړه نور تفصیل عادل سعید سره د ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه مرکه کې اوریدی شۍ:

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG