خیبر پښتونخوا کې د ایچ ايي وي ایډز ناروغۍ ښکار خلکو شمیره مخ په زیاتي ده خو د مرض د علاج او مخنیوي دپاره د صوبائي حکومت پروگرام د پنگې ختمیدو ورسته تړل شوی دی.
صوبه کې د ایډز ناروغۍ ښکار خلکو شمیره ١٥٦٠ ته رسیدلې ده. په دغه کسانو کې د ۴٠٠ نه زیاتې زنانه او ماشومان هم شامل دي.
د صوبې د صحت محکمې چارواکې وايي د ایډز تر ټولو زیات کیسونه پیښور کې رپورټ شوي چې شمیره يي د ٣٠٠ نه زیاته ده. د پیښور سره بنو، دیر او قبائیلي سیمو کې هم د ایډزد ناروغانو شمیره زیاته شوي ده.
کال ٢٠١٣ کې صوبائي حکومت د یو کال دپاره د ایډز د مخنیوي پروگرام دپاره پیسې مختص کړي. سږ کال دغه پیسې د ختمیدو ورستو، د ایډزې پرضد پروگرام تړل شوی دی او کارکونکې يي کورونو ته لیږلی شوي دي.
د پروگرام د بندیدو په نتیجه کې د ناروغۍ ښکار کسان د مشکلاتو سره مخ شوې دي.
خیبر پښتونخوا کې د ایډز تازه صورتحال په داسې وخت رامېنځته کیږي چې د اسټریلیا میلبرن ښار کې د ایډز نړي وال کانفرنس شور شوی دی. پنځه ورځنۍ غونډه کې دنیا د گوټ گوټ نه راغلې ماهرین او د مرض خلاف کارکونکې د ایچ ايي وي ایډز د مخنیوي، ددې نه د محفوظ کیدو او د مرض ښکار خلکو د مرستې په لارو چارو غور کولی شي.
خیبر پښتونخوا کې د ایډز د موجوده صورتحال په هکله د ډیوه ریډیو خبریال اسلام الدین ساجد رپورټ دلته اوریدی شۍ: