لاس رسیدونکی لینک

اسلام آباد کې د ٢٣ خطیبانو خلاف مقدمې


د پخواني صدر پرویز مشرف په وخت کې د لال مسجد د زنانه ؤ مدرسې جامعه حفصه جینکو اسلام آباد کې په خپل سر د اسلام د نافذولو کار شورو کړی وو او په ځېنې سي ډي دوکانونو او د چینیانو په مهمانخانو يي حملې کړې وې. ورسته امنیتي ځواکونو د لال مسجد خلاف کاروائي شورو کړه او مولانا عبدالعزیز په برقعه کې پټ د تښتیدو کوششو کولو چې ونیولی شو

اسلام آباد کې د مختلفو جوماتونو ٢٣ خطیبانو خلاف د لاوډسپیکر د غیرقانوني استعمال په سر مقدمې درج کړی شوي دي بلخوا د اسلام آباد د لال مسجد د انتظاميي یو غړي عدالت ته خواست کړی دی چې پولیس يي په ناجائزه توگه ویروي.

اسلام آباد هائي کورټ ته خپل خواست کې د لال مسجد د انتظاميي رکن احتشام الحق ویلي اسلام آباد پولیس يي د یوې وډیو د راښکار کیدو ورسته ویروي.

وډیو کې ځېنې جینکۍ ځان د لال مسجد سره تړلې مدرسې جامعه حفصه طالبعلمانې څرگندوي او شام او عراق کې سني وسله والې ډلې داعیش سره د تړون خبرې کوي.

احتشام الحق عدالت ته ویلي کله راهسې چې دغه وډیو څرگند شوی پولیس يي بې ځایه ویروي. هغه وايي ډویډیو سره د لال مسجد څه تعلق نشته.

د لال مسجد یو پخواني خطیب عبدالعزیز هم پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي دغه وډیو سره د لال مسجد څه تعلق نه لري.

د پخواني صدر پرویز مشرف په وخت کې د لال مسجد د زنانه ؤ مدرسې جامعه حفصه جینکو اسلام آباد کې په خپل سر د اسلام د نافذولو کار شورو کړی وو او په ځېنې سي ډي دوکانونو او د چینیانو په مهمانخانو يي حملې کړې وې. ورسته امنیتي ځواکونو د لال مسجد خلاف کاروائي شورو کړه او مولانا عبدالعزیز په برقعه کې پټ د تښتیدو کوششو کولو چې ونیولی شو.

اسلام آباد کې پولیس د مختلفو ٢٣ جوماتونو خطیبانو خلاف د لاوډسپیکر په استعمال د لگیدلې پابندۍ د خلاف ورزۍ په سر مقدمې درج کړې دي. د امام حسین د څلویښتۍ په لړ کې ښار کې د امن او امان په خاطر د لاوډسپیکر په استعمال بندیز لگول شوی وو.

هم دغه رنگ د محرم په موقع هم اسلام اباد کې د لاوډسپیکر په استعمال پابندي لگول شوي وه. د پابندۍ په خلاف ورزۍ د ١٥٠ خطیبانو خلاف مقدمې درج شوې وې خو رپورټونه وايي د مقدمو په لړ کې لا گرفتاریانې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG